سږکال کندهار کې د وچکالۍ او جګړو له کبله د انځرو حاصلات کم شوي، خو په بازارونو کې یې بیه لوړه شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږکال د ۵۰ زره ټنه انځرو په ګډون نورې وچې او تازه مېوې ځينې هېوادونو ته صادرې شوې دي.
هغوي وايي، اوسمهال یې د سوداګرۍ پر وړاندې ګڼې ستونزې شته، چې ځینې یې حل شوي او ځینې نورې یې لا پرځای پاتې دي.
روح الله او سید محمد کندهار کې د انارو او انځرو باغونه لري. دوي وايي، د تمي خلاف یې سږکال میوي په ښه ډول نورو هیوادونو ته صادرې شوې، ځکه په خبره یې وروستیو بدلونونو ته په کتو یې تمه نه وه، چي حاصلات به یې په ښه ډول تر نورو بازارونو ورسېږي.
د انځرو بڼوال سیدمحمد وايي، د کال په اوږدو کې یې د جګړو له امله باغونو ته رسیدګي کولای نه شوه. د نوموړي په باور، سږکال وچکالۍ هم د انځرو پر حاصلاتو ناوړه اغېز وکړ او د نورو کلونو په پرتله یې حاصلات کم و.
د هغه په خبره، اوسمهال په بازارونو کې د انځرو بیه ښه ده او د پخوا په پرتله نورو هېوادونو ته په ښه بیه صادرېږي.
سیدمحمد وايي، د سوداګرۍ پر وړاندې دې پرتې ستونزې حل شي او د پیسو د لېږد په تړاو دې اړین اقدامات وشي، ترڅو کرنه او باغداري وده وکړي.
ورته مهال کندهار کې د انځرو سوداګر هم د انځرو له حاصلاتو خوښ برېښي او د طالبانو له چارسمبالي حکومته غواړي، د شته ستونزو د هواري په موخه دې اړین اقدامات وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې د وچې مېوې یو چارواکی حاجي عبدالاحد وايي، سږکال به ۵۰ زره ټنه انځر نورو هېوادونو ته صادر شي، چې اوسمهال یې ۳۰ زره ټنه صادر شوي او پاتې به هم په ځانګړي شوي وخت کې ولېږل شي. د نوموړي په خبره، اوسمهال انځر هند، پاکستان، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي.
ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا، بانکونو کې د شته ستونزو له امله سر ټکوي او وايي، دې چارې په وروستیو څو میاشتو کې سوداګرو ته لوی زیان اړولی او سوداګري یې محدوده کړې ده.
نوموړی وايي، څه موده وړاندې د پاکستان دروازې د تړلو له کبله د تازه میوو سوداګرو ته لوی مالي زیان واړوه، خو د وچې مېوې پر سوداګرو یې زیات اغېز کړې نه دی.
عبدالباقي بنا زیاته کړه، د انځرو زیاته برخه هندوستان او پاکستان ته صادرېږي او له هغه ځایونو نورو هېوادونو ته لېږل کېږي.
د کندهار انځر په نړۍ کې له ښه نومه برخمن دي او د دغه ولایت په شاهولي کوټ ولسوالۍ کې یې زیات باغونه دي. همدارنګه د کندهار ګاونډیو ولایتونو زابل او ارزګان کې هم د انځرو ځينو باغونه شته دي.