۸صبح، کابل: طالب چارواکي وايي، تمه ده د دولتي کارکوونکو د درېیو(وږي، تلې او لړم) میاشتو معاشونه یوځای ورکړل شي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني دغه موضوع د شنبې پر ورځ د لړم پر نهه ویشتمه د مالیې وزارت له قوله په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی ده.
نوموړي ویلي، د تقاعد شویو کارکوونکو د معاشونه په ورکړه کې ستونزې شته او ډېر ژر به حل او پیسې به یې ورکړل شي.
له دې وړاندې د طالبانو چارسمبالي حکومت چارواکو ویلي و، چې د کارکوونکو یو میاشت معاش به په پخوانۍ بڼه او د نورو میاشتو معاشونه به د خپلې کړنلارې له مخې ورکړي.
سمنګاني ویلي، طالبانو تېرو ۷۸ ورځو کې ۲۶ میلیارده او ۹۱۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په خبره، د طالبانو د چارسمبالي حکومت عواید ورځ تر بلې لوړېږي.
طالبان داسې مهال د خپلو عوایدو د زیاتوالي خبره کوي، چې پخواني حکومت د کرونا وبا د خپروېدو پر مهال یې چې عواید کم شوي وو، هره میاشت یې شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ عواید ټولول.