۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دېکر ویلي چې واشنګټن هېڅکله هم د ښځو حقونو له دفاع لاس نه اخلي.
دېکر پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او د افغان نجونو او ښځو چارو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې رینا امیري سره یې لیدلې دي.
نوموړې لیکلي: «موږ به هېڅکله هم د ښځو حقونو له دفاع څخه لاس په سر نه شو.»
دېکر لیکلي چې درې واړو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار خبرې اترې کړې دي.
د یادونې ده چې طالبانو واک له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز لګولی دی.
دېکر له دې وړاندې هم د افغان نجونو پر وړاندې د طالبانو پر پالیسو نیوکې کړې دي.
د نوموړې په خبره، پر ښځو د طالبانو محدویتونه افغانستان ته د کال یو میلیارد ډالر زیان اړوي او په خبره یې، دا هېواد یې د پرې کولو وس هم نه لري.