۸صبح، کابل: په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو سوداګر د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړې ده.
سرچینې وايي چې دا فابریکه «افغان مېدیسن» نومېږي او یکشنبه د غويي پر ۹مه پرانېستل شوه.
د سرچینو په خبره، پر دې فابریکې څه باندې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې ده.
سرچینو د «افغان مېدیسن» مسوولانو له قوله ویلي چې په دې کارخونه کې به درملیز توکي لکه شربت، ګولۍ، پوډر او کپسول تولید شي.
په دې فابریکه کې ۳۵۰ کسانو ته مخامخ او څه باندې دوه زره کسانو ته په نامخامخ ډول کاري بوختیاوې پېدا شوې دي.
په هرات کې د «افغان مېدیسن» فابریکې د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ کال کې پېل شوې او نن پرانېستل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یو شمېر پانګوال له هېواده ووتل.