۸صبح، هرات: په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د سېلابونو راوتلو له کبله د هرات – کندهار لویه لار تړل شوې ده.
سرچینو شنبه د غويي پر ۱۵مه منلې چې دا لویه لار د هرات په زاول ولسوالۍ کې تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، د دغه سړک له بندېدو وروسته فراه او نیمروز ته غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.
سرچینې زیاتوي چې د سېلابونو له کبله په زاول ولسوالۍ کې لسګونه موټر د دغې لویې لارې د بندېدو له کبله ایسار پاتې دي.
تراوسه په هرات کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
په هېواد کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.