۸صبح، فراه: په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له یو ماشوم سر پری شوی دی.
سرچینې وايي چې دا ماشوم دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه د فراه مرکز اړوند په فراه رود سیمه کې وژل شوی دی.
د دغه ماشوم عمر ۱۲ کاله ښودل شوی دی.
یوه ځايي سرچینه وايي: «له دغه ماشوم څخه د څټ له خوا سر پری شوی و او یو غوږ یې هم پرې شوی.»
تر اوسه د دغې پېښې لامل او انګېزه روښانه نه ده.
څرګنده نه ده چې دا ماشوم چا وژلی دی.
په فراه کې ځايي طالبانو هم تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو برخو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
د یادونې ده چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د غزني خواجه عمري ولسوالۍ د «دهدرات» سیمې په سیند کې د یوې ښځې مړی موندل شوی و.