۸صبح، فراه: په فراه کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو شپږ ایراني پولهساتي ځواکونه له هغې وروسته ونیول چې په ناقانونه توګه د افغانستان خاورې ته دننه شوي و.
سرچینې وايي چې دا ایراني پولهساتي ځواکونه پنجشنبه د غويي پر ۶مه د فراه شیخ ابونصر فراهي بندر پورې اړوند سیمه کې په ناقانونه توګه د افغانستان خاورې ته دننه شوي و.
د سرچینو په خبره، طالبانو دا شپږ ایراني پولهساتي له نیولو وروسته خپلې پوځي پوستې ته لېږدولي دي.
په فراه کې ځايي طالب سرچینو هم ۸صبح ورځپاڼې ته د دغو شپږ کسانو د نیول کېدو پخلی کړی دی.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم طالبانو یو ایرانی وګړی له هغې وروسته ونیوه چې د هرات په اسلام کلا بندر کې په ناقانونه توګه د افغانستان خاورې ته دننه شوی و.