د مصر په یوې کلیسا کې د اورلګېدنې له کبله ۴۱ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.
امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اورلګېدنه یکشنبه د اګست پر ۱۴ د مصر په جیزه ښار د ایمبابای سیمې د ابوصفین په کلیسا کې رامنځته شوې ده.
دې اورلګېدنه کې کابو ۴۱ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوې دي.
د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارتي او د جنراتور چاودنه ښوول شوې ده.
ځينو رسنیو د مرګژوبلې شمېره له دې هم لوړه ښيي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د کلیسا دننه کې د یو ماشوم د زانګو پیدا کېدو له کبله ښايي ډېره مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې وي.
د مصر ولسمشر اړوندو دولتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې له پېښې سره د مبارزې لپاره خپل ټول توان وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې د اورلګېدنې پر مهال شاوخوا ۵ زره کسان د رباني عشا مراسمو په ترسراوي بوخت وو.