د راپورونو په حواله، د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندیز شوی اوربند منلی دی.
الجزیرې دوشنبه د مې پر ۶مه راپور ورکړی چې اسماعیل هنیه د قطر له لومړي وزیر او د مصر د اطلاعاتو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر اوربند د هوکړې لپاره یې د هغوی وړاندیز تایید کړی دی.
بل پلوه، یو اسرایيلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حماس د مصر «نرم» وړاندیز منلی؛ خو دا تل ابیب ته د منلو نه دی.
د نوموړي په خبره، په دې وړاندیز کې «پراخې پاېلې» شته چې اسراییل به ترې ملاتړ ونه کړي.
اسراییلي رسنیو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت دا خبره نه ده منلې.
پرون د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یو ویډیويي پيغام کې ویلي و چې د حماس غوښتنې به ونه مني.
نوموړي ویلي و: «اسراییل به د حماس له غوښتنو سره چې د تسلیمۍ په معنا دي، هوکړه ونه کړي او جګړې ته دوام ورکوي څو ټولې موخې یې ترلاسه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو، قطر، مصر او حماس په ګډون په غزه کې د یوه شوني اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو خبرې اترې شوې دي.
له دې وړاندې په غزه کې د اوربند او یرغملو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو څو پړاوونه بې پاېلې و.