۸صبح، کابل: یوه بهرنۍ کمپنۍ د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره هوکړه کړې، چې هېواد کې به د چرسو د پروسس فابریکه جوړوي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څلورمه خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د «cpharm» په نامه کمپنۍ غواړي، چې افغانستان کې چرسو د پروسس کارخونه جوړه کړي.
د خوستي په خبره، له نوموړې کمپنۍ سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او نږدې راتلوونکو ورځو کې به کار پیل کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له دې وروسته به په قانوني توګه د هېواد د چرسو ټول تولیدات له دې کمپنۍ سره قرارداد کېږي.
خوستي زیاته کړې، چې «cpharm» کمپنۍ به په دې برخه کې ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او دوي به له چرسو یو ډول درمل او کریم جوړوي.
خوستي ویلي نه دي، چې «cpharm» کمپنۍ کوم هېواد پورې اړوند ده.
د یادونې وړ ده، چې پخواني حکومت کې د چرسو پېر، پلور او قاچاق ناقانونه و.