۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له امریکایانو سره د خبرو په موخه یې یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کوي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څلورمه خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به راتلونکې اوونۍ قطر ته لاړ شي.
د بلخي په خبره، د طالبانو پلاوی به د رواني میاشتي له ۲۷ تر ۲۹ نېټې پورې دوحه کې د اروپایي ټولنې، امریکایې استازو او نورو جهتونو سره خبرې وکړي.
نوموړی پلاوی به پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، روغتیا، کابل کي د سفارتونو امنیت او د هغو پر خلاصون او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.
دې پلاوي کې به د پوهني، روغتیا، مالیې، امنیت او د افغانستان بانک استازي هم برخه ولري.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، له طالبانو سره راتلونکې اوونۍ مذاکرات پیلوي.