۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ختیځ کې د پولیو ضد واکسین د ځانګړی کمپاین د پیل اعلان وکړ.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه کمپاین نن شنبه (د چنګاښ په ۱۷ مه) په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې پیل شو.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې د پولیو د څو مثبتو پېښو شاهد دی.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه:«دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او په پام کې نيول شوی چې ۱.۲ میلیونه ماشومان ته د پولیو واکسین وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پيله تر اوسه په ننګرهار کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه پېښې د دغه ولايت په دوربابا، بټي کوټ، کوټ، نازيانو او بهسودو ولسواليو کې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ له امله یو ماشوم مړ شوی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو په منځ کې پولیو یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پولیو د ماشومانو ژوند ګواښي.