۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د ښځو لپاره د دغه سازمان اجراییوي رئیسې د طالبانو له خوا د ښځو د سینګارتونونو د بندولو په غبرګون کې ویلي، چې دا پرېکړه د ښځو حقونو ته یو بل ګوزار دی او د افغانستان په راتلونکې کې باید ښځې خپل ځای ولري.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې او د ښځو لپاره د دې سازمان اجرایوي رئیسې سیما بهوس د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۶مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره دغه موضوع یاده کړه.
هغې لیکلي:«په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو تړل د ښځو حقونو ته یو بل ګوزار او له عامه ژوند څخه د هغوی د ایستلو یوه بله هڅه ده. د افغانستان په راتلونکې کې باید ښځې شاملې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ښځو د سینګارتونونو د بندولو په اړه د طالبانو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا په خپره شوې مکتوب کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونه د روان کال (د زمري میاشتې له درېیمې نیټي) وروسته د فعالیت اجازه نه لري.
د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نن د ښځو د سینګارتونونو د بندولو په اړه وویل چې دا لګښت بې ځایه اسراف دی او د زینت لپاره د ویښتانو پیوندول او د ښځو د ابرو ایستل له «شریعت سره په ټکر» کې دي.