کرار کرار خپلې شاوخوا ته تاوېږي او د «باله» نڅا په هر موزون حرکت سره په خپل ذهن کې لويې هيلې انځوري. د ماشومانو په څېر ښکلې هيلې، لکه په خپل زړه کې ګل ته اوبه ورکوي. غواړي چې ټول ماشومان، ټول هم نسله يې د الوتونکو په څېر ازاد وي، وخاندي، ونڅېږي، عادي او بې پروا واوسي.
د کوچنۍ حميدې هيله دا ده چې هېڅ يو ماشوم د جګړې له نوم سره بلد نه وي او په ذهن کې يې له ازادۍ پرته هېڅ کوم بل څه نه وي. حميدې علومي نږدې شل کاله وړاندې په کندهار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. د خپل ماشومتوب لومړني کلونه يې د کندهار په دودیزه ټولنه او ښار کې په ناامنيو کې تېر کړل. هغې د افغانستان د زیات شمېر ماشومانو په څېر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له وېرې سره د خپل ژوند تورې او تيارې شپې او ورځې شاته پرېښودلې. کله چې څلور کلنه وه، نو د هغې چاودنې شاهده وه چې له امله يې يو شمېر ماشومان د دوی په سيمه کې وژل شوي ؤ؛ هغه ماشومان څو شېبې وړاندې په خپلو ماشومانه لوبو بوخت ؤ.
په څلور کلنۍ کې يې کوچنی زړه له غم او غوسې سره بلد شو او ماشومانه اداګانې يې له جګړې او چاودنې څخه اغېزمنې شوې.
په ښار کې ناامنۍ او پرلپسې چاودنو له سواد زده کړې سره د نوموړې لېوالتيا هېڅکله کمه نه کړه.
هغه په داسې حال کې د ښوونې او ښوونځي نړۍ ته دننه شوه چې د زده کړې ځای يې نه دروازه، نه کړکۍ، نه څوکۍ او نه ښوونيز وسايل لرل. حميدې د ښوونځي لومړني کلونه په هغه ځای کې تېر کړل چې له هغه ځايه يې په ذهن کې له يوې ويجاړۍ پرته بل څه په ياد کې نه دي پاتې. حميده د ښوونځي خپل دوه لومړني کلونه په کندهار کې تېروي او لکه څرنګه چې خپله وايي، له ښوونې او ښوونځي سره د هغې سيمې ماشومانو مینه او لېوالتيا چې په هغه نامناسب وضعيت کې به ښوونځي ته تلل، نوموړې ته يې د زده کړو انګېزه ورکړه.
لا ماشومه وه چې کورنۍ يې کندهار پرېښود او کابل ته يې کډه وکړه. هغه له دې کډوالۍ خوښه وه، ځکه چې له کورنۍ يې اورېدلي ؤ چې په کابل کې د کندهار په پرتله د زده کړو لپاره وضعيت مناسب دی او د هغو نجونو شمېر چې په کې ښوونځي ته ځي ډېر دی. په ورته وخت کې د کابل ښار په يوه ښوونځي کې د حميدې لپاره لومړنۍ تجربه عجيبه وه. هغې ژر درک کړه چې د کابل د هغې سيمې ښوونځی د نوموړې د هيلو او ارمانونو د پوره کېدو ځای نه دی. د درسي موادو کمښت، کم تجربه ښوونکي او د زده کړو ټيټ کيفيت هغه نهیلې کړه. کله یې چې خپل پلار ته د هغو ساعتونو په هکله کيسه وکړه چې په ښوونځي کې يې بې کاره تېروي او دا چې ښوونکی يې آن په دې نه پوهېږي چې کليمې په سمه توګه تلفظ کړي او ورته ويې ښيي، نو د نوموړې پلار د هغې په سترګو کې د زده کړو لپاره لېوالتيا او د ناهيليو څپې هممهاله وليدلې.
ډېر ژر د حميدې د زده کړو په ځای کې بدلون راغی. هغه د کابل نړيوال ښوونځي ته چې د ښوونې وضعیت يې ښه ؤ، ولاړه او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. هلته يې انګليسي ژبه زده کړه د «باله» نڅا او له بېلابېلو ورزشونو سره بلده شوه او سره له دې چې عمر یې کم ؤ، د ښوونځي د باسکيټبال لوبډلې غړې شوه. په هغه ښوونځي کې نوموړې ښه ښوونيز امکانات لرل او تفريحي پروګرامونو ته يې لاسرسی هم درلود، خو ذهن او فکر يې هغو ماشومانو ته ؤ چې د سوځوونکي لمر تر وړانګو لاندې يې د ښوونيزو امکاناتو په نشتون کې زده کړې کولې. همداراز نوموړې په خپله ماشومانه نړۍ کې د هغو نجونو په فکر کې ډوبېدله چې ښوونځی ورته يوازې يوه هيله وه او بس.
په ۲۰۱۵ کال کې د امنيتي ننګونو له امله د کابل نړيوال ښوونځي دروازه د تل لپاره د زده کوونکو او ښوونکو پرمخ وتړل شوه. ديارلس کلنه حميده د دغه خبر په اورېدو سره ډېره خواشينې شوه او خپله نړۍ يې توره تیاره حس کړله. هغې دا احساس وکړ چې نور نه شي کولی هغو ټولګیو ته ورشي چې له رنګه انځورونو او نقاشيو سره ښکلي شوي ؤ او نور نه شي کولی چې د باسکيټبال لوبه وکړي او د باله نڅا ترسره کړي. حميده پوره دوه کاله له ښوونځي لرې پاتې شوه، نه ښوونځي او نه د تفريح او ورزش لپاره ورته مناسب ځای ؤ.
له هغه وروسته کله چې حميده ۱۵ کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره يوځای امريکا ته کډواله شوه. هغه هم د زرګونو نورو کډوالو په څېر د کډوالۍ ګڼو ستونزو لکه، له چاپېريال او نوي کلتور سره نابلدي او ورته ستونزو سره مخ شوه. په نوي چاپېريال کې يې ډېر ژر د انګليسي ژبه زده کړه او بریالۍ شوه چې دا ځل خپلې زده کړې په يوه نوي چاپېريال کې له سره پيل کړي.
څه موده لا نه وه تېره شوې چې نوموړې له نوي چاپېريال سره بلده شوه او ډېر شمېر ملګري يې وموندل، خو هېڅکله يې د افغانستان د ماشومانو اندېښنې او ستونزې له ياده ونه ايستلې. نوموړو له خپلو ملګرو سره د هغو نجونو کيسې کولې چې په کندهار کې يې تر سوځوونکي لمر لاندې او په کابل کې یې په ويجاړو ټولګيو کې زده کړې کولې. حميدې خپلو ملګرو ته د هغو ماشومانو د هيلو کيسې وکړې چې ښوونځي ته د تګ او زده کړو ترلاسه کولو لپاره آن د کوښښ او هڅو توان هم نه لري او له زده کړو بې برخې دي. نوموړې خپلو ملګرو ته د خپلو هيلو په اړه وويل؛ او هغه دا چې نوموړې هيله لري، په افغانستان کې هېڅ يو ماشوم د زده کړې له حقه بې برخې پاتې نه شي.
حميده وايي: «کله چې ګورم په افغانستان کې ماشومان هم زده کړې کوي او هم کار، نو دا پر ما بد اغېز کوي. په امريکا کې د افغانستان په پرتله د ماشومانو لپاره توپير دا دی چې دلته ماشومان د زده کړو لپاره ستونزو او ننګونو سره مخ نه دي. خو په افغاستان کې لومړی دا چې دغه اساسي حق ته لاسرسی آسانه نه دی او بله دا چې زياد شمېر ماشومان د خپلو کورنيو لپاره پيسې ګټي او په ستونزمنو او درنو کارونو بوخت دي. هغوی چې بيا ښوونځي ته د تګ چانس لري، د ښو درسي امکاناتو له نشتون سره مخ دي. دغه توپير زما لپاره چې ورڅخه ترخه تجربه لرم، دردوونکی دی.»
بالاخره حميده په دې فکر کې شوه چې د ماشومانو لپاره يو څه وکړي. هغې په دې وروستيو کې د (AFG-AID) تر عنوان لاندې يو مرستندويه بنسټ جوړ کړ چې له دې لارې د افغانستان د پوهنې لپاره مرستې راټولې کړي او له افغان ماشومانو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته وکړي. په دغه بنسټ کې د نوموړې تازه هڅه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د درسي موادو راټولول دي. تمه ده چې ډېر ژر دغه شمېر قرطاسيې افغانستان ته د ښوونځیو زده کوونکو د لاسنيوي لپاره واستوي. هغې همداراز په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د کمپيوټر د يو مرکز او يوه کتابتون د جوړولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د دې ترڅنګ حميدې د تولنيزو رسنيو په يوه پلټفورم کې يو ګروپ جوړ کړی دی او په آنلاين ډول په افغانستان کې د ماشومانو لپاره انګليسي زده کوي. هغه زده کړه د سولې لپاره اساسي بنسټ ګڼي. «زده کړه او سوله له يو او بل سره تړلي دي. زما لپاره د نن ورځې زده کړه د سبا ورځې راتلونکی بدلوي او د ترهګرو لپاره زده کړه له نړۍ د مخ اړولو په معنی ده.»
هغه چې د افغانستان وضعيت په پوره لېوالتيا سره څاري وايي چې، په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې د قدر وړ دي او همدغه ښځې به د هغه چا پر وړاندې ودرېږي چې حق يې اخلي او مخنيوی يې کوي. حميده باور لري، سره له دې چې بدلونونه وخت نيسي، خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ښځو هڅې يو نېک او هيله بښوونکې ګام دی.
حميدې یوه اونۍ وړاندې په يوه لويه ناسته کې چې د امريکا د سره صليب له لوري جوړه شوې وه، د ماشومانو لپاره يې د خپلو هيلو او هغوی ته د زده کړو لپاره د زمينې برابرولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د نړۍ سبا ورځ په هغې لارې پورې تړلې ده چې د نن ورځې انسانان پرې تېرېږي او بايد په دغه لاره کې ټول په مسؤلانه ډول ګام پورته کړو. حميدې له ټولو وغوښتل چې د ماشومانو د زدهکړو د زمينې برابرولو لپاره هرچېرته هڅې وکړي.
حميده ښکلې هيلې په ذهن کې لري او وايي: «له ټولنيزو علومو سره مې مينه ده او غواړم چې په همدې برخه کې له کلمبيا پوهنتون څخه خپل تخصص ترلاسه کړم. هيله لرم چې د نړۍ له ټولو هغو ماشومانو سره چې له جګړو زيانمن او اغېزمن شوي دي، مرسته وکړم. غواړم د نوبل جايزې ګټونکې شم او داسې ورځ راشي چې د افغانستان ولسمشره شم.»