۸صبح، تخار: په تخار کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو مرستیال ولسوال قاري احمدالله پر یوې ځوانې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
سرچینو د وږي په ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې قاري احمدالله دغه نجلۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تخار ولایت له بهارک ولسوالۍ څخه اشکمش ولسوالۍ ته لېږدولې او څو ورځې یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د قاري احمدالله د جنسي تېري له افشا کېدو وروسته هغه د طالبانو د والي په امر په تخار کې ونيول شو، خو له يوې اونۍ وروسته بېرته له بنده خوشې شو.
سرچینه زیاتوي، چې قاري احمدالله اوس مهال په تالقان ښار کې ازاد ګرځي او د طالبانو له نظامي تجهیزاتو کار اخلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د تخار ولایت امنیه قوماندان او د دغه ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د عامې روغتیا رئیس په دوو نجونو د جنسي تېري په تور د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي وو، خو دوی بیا خوشې شول.