• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د حساب ورکولو په نامه د ملت غولول

اتل سالار هاشمي

اتل سالار هاشمي اتل سالار هاشمي
۵ وږی/سنبله ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳ [t_time:1693103732]
GMIC/Taliban

GMIC/Taliban

په هېواد کې لومړی ځل ملت ته د حساب ور کولو لړۍ د ډاکټر اشرف غني تر ولسمشر کېدو وروسته را پيل شوه، د هغه جمهوري نظام مهال د ملت کور پارلمان موجود و، ور سره په خوا کې د مشرانو جرګه وه، د بیان مکمله ازادي وه، دې کار به پراخ رسنیز پوښښ اخیسته او تر ملته به د همدې رسنیو له لارې رسېده، د ملت هر وګړي دا حق درلود چې د دولت له هرې ادارې معلومات وغواړي او که ځواب يې نه وای ور کړی، نو د شکایت لپاره یو بل کمېسیون وجود درلود چې هغه ته په مراجعه کولو سره پر همدې دولتي اداره فشار راته چې ور کړل شوې پوښتنې ځواب کړي.

خو اوس طالبان هم ملت ته د ځواب ور کولو لړۍ مخته وړي. دلته ځينې پوښتنې را مطرح کېږي طالبان باید لومړی هغه پوښتنې ځواب کړي، بیا به دغه پروسه خدای خیر کړي.

تاسو چې ملت ته ځواب ور کوئ، نو تاسو لومړی له ملت سره په کوم کار کې مشوره کړې ده؟ ایا د یوې پروژې په اړه مو لومړی له ملت سره خبره شريکړه کړې ده؟ د ملت استازي په همدې تصمیم نیولو کې در سره دخیل وو؟ کوم کسان چې تاسو وزیران کړي دي، ایا د یوه په اړه مو هم د ملت رایه غوښتې ده؟ تاسو ملت ته د دې ځواب ور کړی دی چې ستاسو دوه کلن حکومت تر اوسه ولې سرپرست دی؟ په قانون کې دومره اوږده موده د سرپرست حکومت لپاره نه ده پیش بیني شوې، نو تاسو د کوم قانون له مخې دومره اوږده موده سرپرست حکومت ته ور کړه او کله به دا پای ته رسېږي؟

د واک په وېش کې مو د ملت سره مشوره کړې ده؟ د نجونو د تعلیم په اړه مو له ملت سره مشوره کړې ده؟ د ښځو د کار او زیار په اړه مو د ملت رایه اخیستې ده؟ دا ډېره غولوونکې پروسه ده، پښتانه متل کوي چې ویل يې زه دې کڼی نه اوبدم، ته وا ګز يې په څو دی!

تاسو د یوه مشروع دولت په توګه ملت منلي نه یاست، د مشروعیت لپاره مهم او اساسي ټکي شته چې که تاسو هغه عملي نه کړئ، نو هيڅ وخت به هم نه په کور دننه مشروعیت تر لاسه کړئ او نه به مو نړۍ په رسمیت وپېژني.

بله خبره دا ده چې تاسو ملت ته کوم حساب ور کوئ، هغه څومره پر حقیقت ولاړ دی؟ د بېلګې په توګه د دفاع وزارت ویلي دي چې په تېره دوه کلنه موده کې يې ۵۰ زره وسایط بیا رغولي دي، اوس نو پوښتنه دا ده چې هغه وسایط کوم دي؟ څومره بودجه د دې لپاره ځانګړې شوې وه؟ هغه بودجه ورته له کومه کېده؟ د دغه جوړ شوي وسایطو مکمل جزئیات دې خپاره کړي، د ټولو په اړه دې دا هم روښانه کړي چې که رسنۍ وغواړي، هغه وسایط په هر وخت کې لیدلای شي او د ټولو موقعیت دې هم په ډاګه کړي.

دا خو ملت ته حساب ور کول نه دي چې وزیر صاحب راشي کښېني، خبرې وکړي، څوک پوښتنه نه شي کولای، وضاحت نه شي غوښتلای، خبره ور سره اړولای نه شي، ټولې خبرې به وزیر کوي او هر څه به د حقیقت په توګه منل کېږي. دې ته تاسو حساب ور کول وایاست؟

د پاسپورت د ادارې په اړه به ملت پوښتنه وکړي چې د هغه مفسد رئیس علم ګل حقاني ورور له نجونو او شرابونو سره یو ځای ونیول شو، هغه څه شو؟ ایا په دغه جرم محکمې ته معرفي شو او سزا يې ولیده؟

دا اوس چې د پاسپورت په اداره کې کوم فساد روان دی، ایا په دې اړه ملت ته ځواب لرئ؟

د معارف په وزارت کې چې اووه سوه ورځې وشوې د مکاتبو دروازې نجونو ته بندې دي، ایا په دې اړه ملت ته ځواب لرئ، که یوازې تر امر ثاني پورې ځنډول مو ځواب دی؟

د لوړو زده کړو وزیر مو په دې اړه ځواب لري چې ولې د کانکور په اداره کې دا ځل څه د پاسه نوي زره کسانو ګډون کړی دی او دا شمېر به د جمهوریت په وخت کې دوه لکه کسانو ته رسېده؟

دا ځواب ورته لري چې د ښځو په وړاندې مو ولې د پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي؟ دا هم چې ښځې به ولې په یو څو خاصو پوهنځیو کې تعلیم کولای شي، له دې پرته نور پوهنځي د هغوی لپاره ممنوع دي؟

دا اوس چې کوم کار طالبي اداره کوي، دا هم په ځان ریخشند وهل دي او هم په دې حساب ور کولو، که تاسو پر همدې کار باور لرئ، نو رسنیو ته ازادي ور کړئ، ولې مو خبریالان نیولي دي؟ سانسور مو ولې جوړ کړی دی؟ هر هغه څوک ولې زندان ته اچوئ چې ستاسو پر کړنو نیوکې وکړي؟ ایا هر هغه کس چې نیوکه لري، ستاسو او ستاسو د نظام دښمن دی او باید سزا ور کړل شي؟ که ستاسو همدا حکومتولي وي، نو بیا ملت حساب نه در څخه غواړي، ملت لاس په کار کېږي او تر څنګ يې دعا کونکی دی چې خدای مو وخت لنډوه چې نور زموږ خلک او د سیمې ولسونه مو له شره خلاص شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.