د زده کړیالۍ په دوره کې چې کله په لومړي ځل د کابل پوهنتون کتابتون ته د مطالعې لپاره ورغلم، نو د کتابتون په ریفرنس کې مې د هغو کتابونو نومونه مې ولیدل چې تصور مې نه کاوه، په داسې پوهنتون کې به پیدا شي: د کابل پوهنتون د کتابتون په ریفرنس کې د کارل مارکس له اثارو نیولې د شولوخوف، تولستوی، چخوف، دوستوفسکي، ګورکي، رومین رولان تر ناولونو او نورو کتابونو پورې موندل کېدل. په ډېرې لیوالتیا سره مې د څو کتابونو شمېره چې په اسلامي افراطیت ځپلې ټولنه کې یې لوستل اسانه نه دي، واخیسته او د کتابتون مسوول ته ورغلم.
کله چې د کتابتون مسوول کس د کتابونو نومونه وليدل، نو له دې پرته چې غرفو ته پسې لاړ شي وویل:« دا کتابونه نه لرو، ما وویل: نو ولې یې ستاسو په ریفرنس کې نومونه پاتې دي؟ د کتابتون مسوول وويل:« دا کتابونه د مجاهدينو په دوره کې سوځول شوي او يوازې نومونه يې په ریفرنس کې پاتې دي. د کتابتون د مسوول موخه د کتاب سوځولو هغه جشن و، چې د مجاهدینو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر صدیق چکري په کابل پوهنتون او عامه کتابتون کې پیل کړی و. زما شوق له منځه ولاړ او پوه شوم چې زما حیرانتیا بې ځایه او ماشومانه وه.
تر دې وروسته چې هر ځل د کابل پوهنتون کتابتون ته تلم، د کتاب اخیستو لپاره نه تلم؛ ځکه زه پوهېدم چې زما د خوښې کتابونه د دې پوهنتون په کتابتون کې نه پیدا کیږي. د کتابتون ارامه فضا یو داسې ځای و، چې ما خپل یادښتونه او چپټرونه پکې له شور ماشور پرته لوستلای شوی. د کابل پوهنتون کتابتون له خپل هغه لویښت سره سره نور ماته راښکون نه درلود.هغه کتابتون چې تاسو پکې ونه کړای شئ د خپلې خوښې کتابونو ته لاسرسی ولري، کتابتون نه دی، دا هغه ځای دی چې تاسو یې په ورتګ سره بد احساس کوئ: ستاسو د خوښې ځای له ډیرې مودې راهیسې پر داسې څه بدل شوی چې د ځان پر ضد دی او له همدې امله نه یوازې د رضایت وړ او قانع کوونکی نه دی، بلکې تاسو د افغانستان په نوم د خوارې خاورې د په اصطلاح نورو علمي ځایونو په پرتله ډېر ناهیلی او بدبینوي. البته هغه مهال په دې جغرافیه کې د زړه خوښ ساتلو لپاره ځيني شیان وو او طالبانو تازه د ځان احیا کولو په حال کې وو او د جګړې او بې ثباتۍ لمن ټول هېواد ته نه وه پراخه شوې.
اوس چې طالبان بېرته راستانه شوي، ان هماغه د زړه خوښ ساتلو فضا هم نشته. پوهنتونونه اوس د ناهيلۍ پر ځایونو بدل شوي دي، او زده کړیالان یوازې د «د ګېدړې د قبلې» ترلاسه کولو لپاره ورځي. هغه کسان چې له دغو پوهنتونونو فارغېږي، دا یې په خیال کې هم نه ورګرځي چې طالبان به ورته د کار زمینه برابره کړي. هغوی لا له وړاندې پوهیږي چې دا ډله د پوهنتون فارغانو ته هیڅ اهمیت او ارزښت نه ورکوي او یوازې ملایانو او هغو کسانو ته کار ورکوي چې په تیرو شلو کلونو کې یې ډیر ماینونه ځای پرځای کړي وي. دا کافي ده چې یو داسې سند وړاندې کړئ چې له افراطیت او ترهګرۍ سره ستاسو تړاو ثابت کړي، نور نو ستاسو دنده تضمین شوې ده.
هغه کسان چې ملایان نه دي او یا له دیني مدرسو نه دي فارغ شوي د طالبانو په رژیم کې ځای نه لري او مجبور دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شي. په کوم هیواد کې چې د علم او مدنیت قسم خوړلي دښمنان پر خلکو واکمن وي او خلک د بې روزګارۍ او بې وزلۍ د پراختیا له امله د خوړولو لپاره ډوډۍ ونه لري، د کتاب لوستل بې ګټې او اضافي ګڼل کیږي. کله چې هغه څوک چې د ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین شي او د کتابونو «د ارزونې کمیسیون» مشري پرغاړه واخلي، څو ښه کتابونه له بدو جلا کړي، نو نور د حیرانتیا خبره نه ده چې یو څوک د کتاب لوستنې شوق ونه لري. په داسې ټولنه کې یوازې د «سیرت» کتاب کافي دی چې پرې د ډوډۍ او نوم خاوندان شئ.
د هیواد د پوهنتونونو د کتابتونونو د تصفیې په تړاو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ملا ندیم مکتوب د هغو کړنو دوام دی چې یو وخت د طالبانو ایډیالوژیکو وروڼو- مجاهدینو ان تر دې ډلې هم په ډیر شدت او وحشت سره له خپلو مخالفو فکرونو سره په چلند کې ترسره کولې. طالبانو یوازې امر کړی چې « تصفیه» یې کړی، نه دا چې ویې سوځوئ. که څه هم، ډیر احتمال لري چې د ملا ندیم په امر راټول شوي کتابونه په کوم بل ډول وسوځول شي یا له منځه یوړل شي.
زموږ په هېواد کې له کتاب سره دښمني اوږ تاریخ لري او یوازې په مجاهدینو او طالبانو پورې نه محدودوېږي. د دې جاهلانه او بدوي ګروهنې تاریخ زموږ په تمدني حوزې باندې د عربو – د مجاهدینو، طالبانو، داعش او …. د فکري پلرونو – د یرغل وخت ته ورګرځي. عبدالحسین زرینکوب د «دوه پیړۍ چوپتیا» په کتاب کې لیکي: د دوو پیړیو په اوږدو کې یوې سختې او وحشتناکې چوپتیا د ایران پر ټول تاریخ او ژبې سیوری غوړولی او په ټولې دې موده کې د هېچا له خولې له لنډو او وحشتونو ډکو فریادونو پرته بل څه نه دي راوتلي او فارسي ژبه چې د خسروانو د واکمنۍ پر مهال له خوږلنې او برمه ډکه وه، په دې دوو پېړيو کې د ګونګیانو د ژبې په څېر نامعلومه او بې اثره پاتې شوې ده او اوږده موده تېره شوې ده چې ایران چوپتیا ماته کړې او د خبرو لپاره یې خوله پرانېستې ده.
هغه څه چې د تاریخ هېندارې ته له ځير کېدو، ښکاري دا دي چې ښايي عربان له هماغه پېله د دې لپاره چې د ایرانیانو له ژبې خوندي پاتې شي او هغه د دوی پر وړاندې د ماتو شویو خلکو په لاس کې د تېرې چړې په څېر ونه ګوري، په دې هڅه کې شوي چې په ایران کې دودیزې ژبې او ګړدودونه له منځه یوسي. په پای کې دا وېره هم وه، چې همدا ژبې به خلک راپورته کړي او د ایران په لېرې پرتې سیمه کې به شتمنۍ او حکومت په خطر کې واچوي، همدا لامل و چې د ایران په ښارونو کې چې هر ځای له لیکبڼې( رسم الخط) ژبې، کتاب او کتابتونونو سره مخ شول، سخت مخالفت یې وکړ. ليکل شوي دي چې کله د حجاج مشر قتيبه بن مسلم په دويم ځل خوارزم ته ولاړ او هغه يې پرانېست، نو هغه څوک يې له بې دریغه تیغه په امان کې نه پرېښودل چې په خوارزمي لیکبڼه یې لیک ليکه او پر تاريخ او علومو پوهېده او له پخوانیو پېښو خبر و او د قوم هربدان(لارښودان) یې ټول ووژل او کتابونه یې وروسېځل تر دې چې خلک ورو ورو نالوستي پاتې شول او له ليکبڼې او کتابه بې برخي شول او د هغوی خبرونه هېر او له منځه ولاړل. دا پېښه ښيي، چې عربانو د ايرانيانو ژبه او لیک داسې یوه وسیله ګڼله چې که د ماتو خوړلو په لاس کې وي، ښايي په مټ یې د واکمنانو پر وړاندې ودرېږي او جګړه پيل کړي، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې په ټولو ښارونو کې یې د ایران د ژبې، لیکبڼې او کلتور د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کړې وي. ښايي د ايران له ژبې او لیکبڼې سره د مبارزې لپاره د عربانو يوه بله پلمه دا وه، چې د مجوسيانو لیکبڼه او ژبه يې د قرآن د خپرېدو او دودېدو پر وړاندې خنډ ګڼله. (۱۰۵-۱۰۶مخ)
د کتاب سوځول او د کتاب ضد کړنې یوازې په عربو پورې محدودې نه دي، نورو هم دا کار کړی دی. خو هغه څه چې له کتاب سره د ضد کوونکو ګډ ټکی ګڼل کیږي، د خپلې ایډیالوژۍ په تړاو یو ډول ړوند او له تقدسه ډک تعصب او د نورو له عقایدو سره وچه او سخته دښمني ده. دا تعصب دومره سخت او نه پخلا کېدونکی دی چې ان کولای شي د خپلو مخالفینو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د انسان سوځوونې بټيو ته مخه کړي چې یو ډېر ناوړه او پرېوتی کار دی.
هر تندلاری کس – هغه که اسلامي ګروهنه ولري او که غیر اسلامي – د کتاب دښمن دی او که یې وس ورسېږي، د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره له دې هاخوا ځي او ان چمتو دی چې د نازیانو په څېر د انسان سووځونې بټۍ جوړې کړي. خو لکه څنګه چې عربو او نازیانو ونه کړای شول چې د خپل مخالف کلتور او تمدن ریښې وچې کړي او برعکس یې خپلې ریښې په ترخځ ووهلې، طالبان به هم په دې کار کې بریالي نه شي. په ځانګړې توګه په اوسني پېر کې د نورو هغو کلتورونو او تمدنونو پر وړاندې د طالبانو په بدوي بڼې مبارزه سره چې د اسلامپالو د بدوي تفکر په پرتله په ځلونو پياوړي او د ډېرو رېښو لرونکي دي، دا کار نه یوازې دا چې اغېزناک او موثر نه دی، بلکې څومره چې د حذف او ځپلو د تګلارې لمن پراخیږي، هغومره به د دې تګلارې پر وړاندې مقاومت د پخوا په پرتله په شدت سره دوام ومومي، چې پایله یې د تکثرپالنې او ډیموکراسۍ په ګټه د حذف د تفکر ماتې ده.