د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیالې ویاندې سبرینا سېنګ ویلي چې د یمن حوثیانو له تېرې نوامبر راهیسې په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا پر سوداګریزو کښتیو او اوبتلونو تر ۱۹۰ ډېر بریدونه کړي دي.
سېنګ دوه شنبه د جون پر ۱۷مه په یو بیان کې اعلان کړی چې تېره اوونۍ په سور سمندرګي کې د حوثيانو د بې پیلوټه الوتکې برید کې یوه لویه کښتۍ په نښه شوې ده.
د سياېنسياېن د راپور پر بنسټ د یمن حوثیانو تېره پنجشنبه پر یوې بلې لویې بېړۍ د توغندیو برید کړی چې په پایله کې یې د بېړۍ یو کارکونکی ټپي شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې زیاته کړې: « زه فکر کوم هغه څه چې په یاد ساتل یې مهم دي د اکټوبر له ۱۹مې راهیسې حوثيانو په سور سمندر کې د امریکا پر سمندري یا نورو سوداګریزو کښتیو تر ۱۹۰ زیات بریدونه کړي دي. کم شمېر [توغندي او بې پیلوټه الوتکې] پر کښتیو لګېدلي او یوازې یو ځل یې سخت زیانونه اړولي چې په پایله یې کې بېړۍ ډوبه شوې ده.»
د یادونې ده چې د تېرې اکټور میاشتې له نيمايي راهيسې پر غزې د اسرائیل د بريدونو په غبرګون او د فلسطيني ولس په ملاتړ د يمن حوثيانو د اسرائیل پر لور او په سور سمندرګي کې پر مېشتو باروړونکو کښتيو د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه پېل کړي دي.
دې بریدونو په دې سیمه کې سمندري سواګري زیانمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د یمن حوثيانو په سور سمندرګي کې د اسرائیل او د متحدینو هېوادونو پر سوداګریزو بېړیو او کښتیو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته، امریکا او بریټانیا د دغو بریدونو د مهار لپاره څو ځلې په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر حوثيان وژل شوي او ټپیان شوي دي.





