په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوې بې میخنې وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې ملاتړ کوي. د هغه د ادعا له مخې، یو له دغو هېوادونو داعش ته بشري ځواک ورکوي، دویم یې روزنه او پناه ځایونه ورکوي او درېیم یې بریدونه ورته پلانوي. که څه هم متقي د کوم مشخص هېواد نوم ياد نه کړ، خو د هغه څه له مخې چې په رسنيو کې خپاره شوي، ويل کېږي چې د ده موخه پاکستان، تاجیکستان او ايران دي. د دغه طالب چارواکي څرګندونو په رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې نوی بحث پرانیست. د متقي څرګندونې باید په دې دلیل وڅېړل شي چې هغه ادعا کړې که دغه درې واړه هېوادونه پر خپل مسوولیت عمل وکړي، په افغانستان او سیمه کې به هېڅ ستونزه نه وي.
د دغه طالب چارواکي د څرګندونو په تړاو دوه پوښتنې راپورته کېږي:
۱- د متقي ادعا تر کومه بریده رښتیا ده؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره، غوره ده چې د داعش پر وړاندې د دغو دریو هیوادونو دریځ ته په لنډه توګه نغوته وکړو.
۱-۱ پاکستان او داعش
لکه څنګه چې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، نو په اسانۍ سره پرې تور لګول کېږي. خودې ته پام نه کیږي چې که چیرې دغه هېواد د تروریزم ملاتړی هم وي، خپلو ګټو ته په کتو دا کار کوي، نه په ټولو شرایطو کې. د افغان طالبانو لخوا د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ته د پناه ورکولو مسأله هم د دې لامل شوې چې اسلام اباد د داعش په ملاتړ تورن شي. هو، پاکستان له طالبانو ناراضه دی، خو نه تر دې بریده چې د هغوی پر وړاندې له داعشه کار واخلي. له داعشه کاراخیستل د اسلام آباد لپاره د « وروستي غوراوي» حکم لري چې داسې ژر به زړه ورته ښه نه کړي. له داعشه د پاکستان ملاتړ دا مهال دغه هېواد ته زیان رسوي، ځکه بیا افغان طالبان د نړیوال تروریزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځانونه د قربانیانو په توګه معرفي کوي او د نړۍ ملاتړ خپلوي. که هېر نه کړو، د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو، چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې له طالبانو سره د هېواد د همکارۍ احتمال شته. نو اسلام اباد ډیر اغېزناک او لږ لګښت لرونکي غوراوي لري چې کولای شي د ټي ټي پي پر وړاندې مبارزې ته یې د طالبانو په قانع کولو کې وازمویي. د طالبانو له مخالفو ځواکونو سره د اړیکو د باب پرانېستل یو له دغو غوراویو کېدای شي.
۲-۱ تاجکستان او داعش
تاجیکستان له افغانستان سره خپل ګاونډيتوب او د دغه هېواد دایمي کړکېچن حالت ته اندېښمن دی. نه یوازې دوشنبه بلکې په دې ورځو کې د منځنۍ اسیا نور جمهوریتونه هم د افغانستان پر کړکېچن وضعیت اندېښمن دي. تر ټولو مهمه دا چې دوشنبه د ټولیز امنیت تړون سازمان او د روسیې او چین په مشرۍ د شانګهای سازمان غړیتوب لري. هغه دوه سازمانونه چې غړي یې د داعش پر وړاندې مبارزه خپل ماموریت ګڼي. د طالبانو له څرګندونو سره هممهاله د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې د شانګهای د غړو هېوادونو پر وړاندې اصلي ګواښ له افغانستانه سرچینه اخلي. که دوشنه د داعش ملاتړې وي، نو څنګه کېدای شي چې په دغو دوو سازمانونو کې یې غړیتوب وساتل شي؟ که چین او روسیه له دې مسألې خبر وي، نو ولې یې پر وړاندې غږ نه پورته کوي؟
هو، د راپورونو له مخې د مسکو او کرمان ښارونو په بریدونو کې د تاجيکستان وګړو رول لرلی دی. داسې برېښي چې د ښاغلي متقي د ادعا بنسټ همدا ټکی دی. په داسې حال کې چې دا په دې مانا نه ده چې د تاجیکستان حکومت له ترهګرۍ په ځانګړې توګه له داعشه ملاتړ کوي. د اوس لپاره د راپورونو له مخې، جماعت انصارالله او د تاجيکستان د طالبانو غورځنګ چې د دغه هېواد د حکومت لخوا ترهګر بلل کېږي، د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې حضور لري. ویل کیږي چې د انصارالله غړي په عراق او سوریه کې د داعش تر څنګ جنګیدلي دي. دویمه ډله پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعاله شوې او خپله موخه یې د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان راپرځول بللي دي. د مسکو او کرمان د بریدونو عاملان کېدای شي د پورتنیو دوو ډلو غړي وي چې د راپورونو له مخې، په افغانستان کې یې پناه اخیستې ده، که څه هم د تاجیکستان وګړي ګڼل کیږي.
پر دې سربېره، داسې نه ښکاري چې تاجيکستان د طالبانو پر وړاندې د داعش د کارولو وړتیا ولري. که یې ولري هم، داسې نه کوي ځکه چې ګټه نه لري. واقعیت دا دی چې نه یوازې تاجیکستان بلکې د منځنۍ اسیا نور جمهوریتونه هم د نیابتي ځواک د کارولو او د نورو د ګټو پر ضد د هغو د کارولو مخینه نه لري. که فرض کړو چې تاجيکستان د طالبانو د رژیم د نسکورولو هوډ ولري، کولای شي له ملي مقاومت جبهې پوځي ملاتړ وکړي؛ هغه څه چې که ګټه نه لري، د پاموړ زیان هم نه لري. په داسې حال کې چې د ملي مقاومت جبهې پوځي خوځښتونه د یو شمېر ښارونو په مرکزونو کې خپل اوج ته رسېدلي دي، کېدای شي د متقي ادعا د دوشنبې له لوري د دې جبهې له کوربتوبه هم اغېزمنې وي.
۳-۱ ایران او داعش
د بل هر هېواد پرتله ایران ځان د داعش د ظهور ډېر قرباني ګڼي. د ایران اسلامي جمهوریت د دې لپاره چې له ایرانه د داعش خطر لېرې کړي، په سوریې او عراق کې له داعش سره وجنګېد. په منځني ختیځ کې د تهران حضور هم د داعش له راڅرګنېدو وروسته زیات شو، له طالبانو سره یې اړیکې هم د داعش له فعالیتونو وروسته پیاوړې شوې. تهران چې تل په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا د خطر خبره کوي، موخه یې داعش ډله ده نه نورې ډلې. په دې ورځو کې له طالبانو سره د ایران څپڅپانده ملګرتیا هم تر ډېره د داعش د کابو کولو په موخه ده.
که فرض کړو چې د ملا متقي ادعا رښتیا ده، د ایران د ګټې پوښتنه راپورته کیږي. په داسې حال کې چې دا هېواد د طالبانو پایښت غواړي، که یې له منځه تلل هم وغواړي، نو د میز په سر ډېر اغېزناک غوراوي لري چې کارولای یې شي. ایراني رسنیو هم د متقي خبرو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې طالبانو پخوا پاکستان او تاجيکستان د داعش په ملاتړ تورن کړي وو. له دې سره هممهاله یې نغوته کړې چې دا څرګنده نه ده چې له درېیم هېواده د متقي موخه کوم هېواد دی.
اصلي خبره دا ده چې که د ګټې او زیان محاسبه د دولتونو د چلند بنسټ وګڼو چې قاعدتاً همداسې ده، د طالبانو پر وړاندې د داعش ملاتړ نه یوازې د درې واړو هېوادونو لپاره ګټه نه لري، بلکې زیان هم لري. که د هغوی د چلند بنسټ بل څه وي، نو بیا جلا بحث دی.
۲- ولې متقي بې مخینې ادعا مطرح کړه؟
۲-۱په افغانستان کې د طالبانو حضور د لوېدیځې نړۍ پرتله د ګاونډیانو او د سیمې لپاره ډیر د اندیښنې وړ دی. لوېدېځ دولتونه چې له افغانستانه لېرې دي، د ترهګرۍ ګواښ ډېر جدي نه ګڼي. امریکايي چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې هېواد یې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د ترهګرۍ د ځپلو وړتیا لري. خو په سیمه کې وضعیت دومره کړکېچن دی چې افغان طالبان ان د پاکستان له لوري د ترهګرو په کوربتوب تورنېږي. د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له ۲۱ زیاتې ترهګرې ډلې حضور او فعالیت لري. همدا راز هغه بیانیه چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان د جګپوړو چارواکو لخوا خپره شوې، په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا د خطر خبره کوي. د روسیې د دفاع وزیر نوې څرګندونې هم مهمې دي. اوس د دغو ادعاوو په ردولو او د نوې ادعا په کولو سره، ښايي متقي غواړي طالبان د ترهګرۍ د قربانيانو په توګه معرفي کړي.
۲-۲ د پورتني ټکي طبیعي پایله د امریکا پر لور د طالبانو ورماتېدل دي. د متقي څرګندونې هغه مهال مانا لرونکي برېښي چې له داعشه د امریکا د ملاتړ په تړاو د روسي او ایراني چارواکو څرګندونو ته پام وکړو. روسیې او ایران په وار وار واشنګټن تورن کړی چې د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي، هغه څه چې د کابل رژیم ارزښت نه و ورکړی. د بېلګې په توګه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تېر کال په جون میاشت کې ادعا وکړه چې امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعده ملاتړ کوي. د لاوروف په وینا امریکا غواړي په افغانستان کې وضعیت بې ثباته وساتي. تر هغې وروسته په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د همدې کال د اګست په لومړیو کې له ایراني رسنیو سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې واشنګټن له داعش ډلې د طالبانو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. هغه ان وویل چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پرځای داعش ډله ځای پرځای کړې ده. خو اوس متقي د دغو خبرو کوونکو ته وايي چې «ستاسو هیوادونه د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي، نه د امریکا.»
په یوه حساب د متقي څرګندونې نوې هم نه دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې « د سیمې هېوادونه دې تخریب کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته راننوځي.» د مجاهد د څرګندونو منځپانګه هم د متقي وینا ته ورته ده، خو متقي نږدې یو کال وروسته دا خبرې یو څه ډاګېزې وکړي.
پر پورتنیو مواردو سربېره، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم د تېر کال د ډسمبر په نیمايي کې پر اېکس پاڼه د یوه مطلب په خپرولو سره پاکستان او افغان طالبان رغنده خبرو ته راوبلل او په عین حال کې یې ټینګار وکړ داعش باید د کابل پر وړاندې د اسلام اباد د فشار پر یوې وسیلې بدل نه شي. دغه راز د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یوې هندۍ ورځپاڼې سنډي ګارډین د یوه مطلب په خپرولو سره ادعا وکړه، چې اسلام اباد د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي.
د دویمې پوښتنې په ځواب کې یاد شوي ټکي دا په ډاګه کوي چې طالبان د امریکا لور ته په ورښوېدو دی. ځکه که له یوې خوا دغه هېواد په افغانستان کې د ترهګرۍ مسأله ډېره جدي نه ګڼي او له بلې خوا یې مالي ملاتړ ډېر راښکون لري. تر ټولو مهمه دا چې د طالبانو د رژيم په رسميت پيژندل او يا د هغه مخالفت د دغه هيواد په ارادې پورې اړه لري. هغه څه چې طالب چارواکو هم په وار وار منلي دي.