صبح، کابل: اسلامي پراختیايي بانک د «افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق» د لاسته راوړنو په لومړي راپور کې ویلي چې تېرکال په هېواد کې ۱۴ بشردوستانه پروژې پلي شوې دي.
په دغه راپور کې چې یکشنبه د غويي پر ۹مه خپور شوی، راغلي چې په دې پروژو کې د کرنې، پوهنې، د خوړو خوندیتوب، روغتیا، اوبو رسونې، روغتیايي خدمتونه او د ژوند فرصتونه شاملېږي.
د افغانستان د بشردوستانه مرستو د اماني صندوق سلاکار او همغږي کوونکي محمدجمال الساعتي وویل: «په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴ پروژې د ۳۵.۳۵ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت پلي شوې چې له دې جملې څخه ۲۴.۱۴ میلیونه ډالره د افغانستان د بشردوستانه مرستو د اماني صندوق له لارې لګول شوي دي.»
د هغه په خبره، دا پروژې کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د ظرفيتونو په لوړولو سره د افغانانو بنسټیزې اړتياوې پوره کړي.
د دغه راپور پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې د افغانستان د بشردوستانه مرستو اماني صندوق له لارې ۱۶ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
په دغه راپور کې زیاته شوې چې د افغانستان د بشردوستانه مرستو اماني صندوق اوس د نړۍوال ګډون او ملاتړ څانګې او د اسلامي پراختیایي بانک د سرچینو د تحرک له خوا د انقرې له سیمهییز مرکز سره په همغږۍ اداره کېږي.
د دغه راپور پر بنسټ، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې تر اوسه پورې د دغه صندوق له لارې افغانستان سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره راټول شوي دي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په دوامداره توګه په افغانستان کې د مرستو رسونې لپاره د بودیجې له کموالي اندېښنه ښودلې ده.