۸صبح، هرات: په هرات کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.
سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دا پېښه پرون د هرات کرخ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
روغتیايي سرچینې وايي چې د دغو دوو مېرمنو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
بل پلوه، سرچینې زیاتوي چې دغه کس له لفظي شخړې او کورنیو ستونزو وروسته خپلې مېرمنې وژلې دي.
په هرات کې ځايي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د تېر کال په تلې میاشت کې د بادغیس قادس ولسوالۍ اړوند په «حاجي قربانها» سیمه کې هم یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې.