۸صبح، غزني: سیمه ییزو سرچینو په غزني او کندهار ولایتونو کې د دوو قتلونو د پېښېدو خبر ورکړی، چې قربانیان یې یو نارینه او یوه ښځه ده.
په لومړۍ پېښه کې نن جمعه (د چنګاښ په ۱۶مه) د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه سړي مړی له درې ورځو وروسته د خپل کور په کوهي کې موندل شوی.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د بهادر په نوم دغه کس د ملاخېلو کلي اصلي اوسېدونکی و او د خپلو دوو مېرمنو له خوا په چاقو وژل شوی دی.
د هغه میرمنو د میړه په وژنه اعتراف کړی او د هغه د جسد ځای یې د هغه کورنۍ ته ورښودلی.
خو تر اوسه د دې پېښې مشخصه انګیزه نه ده څرګنده.
بلخوا په کندهار کې يوه سړي نن جمعه سهار مهال (د چنګاښ په ١٦مه) د کندهار ښار د عينو مېنې د سعادت جومات په سیمه کې خپله مېرمن وژلې ده.
د دې پېښې انګېزه هم نه ده معلومه شوې.
ځايي طالب چاوراکو د کورني تاوتريخوالي د زياتوالي او په ځانګړي ډول په غزني او کندهار کې د دغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کورني تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.
بلخوا د سه شنبې په شپه (د چنګاښ په ۲مه) د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په «دو برار شیخها» سیمه کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.