۸صبح، کابل: د طالبانو په مرسته په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو په اړه د بایډن له څرګندونو یوه اونۍ وروسته، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټه وایي، د بایډن څرګندونې له حقیقته لرې دي.
د دغې کمېټې مشر مایکل مککال د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې د جو بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
مککال زیاته کړی چې د بایډن خبرې یوازې د طالبانو او القاعدې تر منځ د اوږدې مودې اړیکو د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدی شي، او آن کیدای شي دا هم یوه هڅه وي چې امریکا دې ته وهڅوي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د دې موضوع [د طالبانو په رسمیت پېژندلو] سره به مخالفت وکړي.
په اعلامیه کې راغلي:«د ولسمشر بایډن دا ادعا چې القاعده نور په افغانستان کې فعاله نه ده او یا دا چې طالبان په سیمه کې زموږ د ملي امنیت سره ملګري شوي دي، په بشپړ ډول بې بنسټه ده.»
د امریکا د استازو جرګې د دغه غړي په وینا، د ملګرو ملتونو د خپلواک راپور له مخې، طالبان القاعده ته د پیسو په ګډون میاشتنۍ د رفاهیت اسانتیاوې برابروي او د دې ډلې د دفاع وزارت په ښکاره توګه د القاعدې څخه د روزنې لارښوونې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، ملګري ملتونه او لوړ پوړي امريکايي جنرالان په منظمه توګه د القاعدې د مخ پر ودې وړتياو په اړه راپور ورکوي، چې نه يوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، بلکې له دې ډلې سره د مالي مرستو او امنيتي همکاريو له لارې لا پياوړې کېږي.
دا نیوکه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل:«ما ویلي وو چې له طالبانو به مرسته ترلاسه کړو ترڅو القاعده شتون ونلري، تاسو وګورئ چې زه په سمه وم.»
د بایډن دغه څرګندونو د طالبانو له خوا تود هرکلی وشو او له هغه وروسته دغې ډلې له واشنګټن سره د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.