سره له دې چې طالبان تل په افغانستان کې د بشري حقونو په ماتولو تورن دي، خو په تېر یوه کال کې ددې ډلې صحرايي محکمو او نامتعارفو کړنو زیاتې اندېښنې راپارولې دي. طالب جنګیالیو غور ولایت کې د نامشروع اړیکو په تور یو سړی په مرمیو وویشت او په دې قضیه کې تورنه ښځه یې د یو نامتعارف اقدام له مخې د هغې کورنۍ ته وسپارله. د سرچینو د څرګندونو له مخې، په نامشروع اړیکه تورنه ښځه، ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ له محکمې پرته د طالبانو له لوري سنګساره شي، خو له سنګسار وړاندې یې د خپل ورور له خوا په دار وځړول شوه.
سراج الدین له زندانه د تېښتې په تور د طالبانو له لوري ووژل شو او سلیمه، هغه ښځه چې له نوموړي سره یې اړیکه درلوده، د تلې په ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ د خپل ورور له لوري ووژل شوه.
دغه دوه کسان د چهارشنبې په ورځ له یو بل سره د اړیکې په تور د طالبانو له لوري نیول شوي وو. سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د تېښتې له پاره د زمینې په برابرولو سره د سراج الدین د ویشتلو پلمه ترلاسه کړه او سلیمه یې په دې کشمکش کې کورنۍ ته وسپارله.
دا سرچینه وايي چې د دولینې ولسوالۍ له برنجي کلي څخه ددې دوو کسانو تر نیولو وروسته، هغوی ولسوالۍ ته ولېږدول شول، د سلیمې خپلوانو غوښتنه وکړه چې سراج الدین باید ووژل شي. طالبانو د ښځې له خپلوانو سره ژمنه ورکړه چې سراج الدین به ووژني. سرچینه زیاتوي چې طالبانو د شپې له لوري سراج الدین د ازادولو په پلمه له زندان څخه ایستلی او بیا یې په دې تور چې ګني تېښته یې کوله، په مرمیو ویشتلی دی.
د سراج الدین تر وژلو وروسته یې خپلوانو د طالبانو دا اقدام یو اړخیز بللی او د دې ډلې له سیمه ییزو مسوولینو یې غوښتي چې معشوقه دې هم د سراج الدین په څېر په سزا ورسوي. سرچینه وايي چې طالبانو د سراج الدین خپلوانو ته دلیل وړاندې کړی چې دا ښځه(سلیمه) امیندواره ده او د ماشوم له زیږون وروسته به هغه هم ووژني. خو د طالبانو دې ژمنې د هغوی قناعت ترلاسه نه کړ، له ناچارۍ یې د ولسوالۍ انګړ پرېښود.
د چهار شنبې په ورځ یوې بلې سرچینې له ۸ صبح ورځپاڼې سره غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو له خولې وویل چې پر سلیمه د طالبانو حکم دا و چې د جمعې له لمانځه وروسته(نن، تلې ۲۲مه) د نوموړې صحرايي محکمه جوړه او سنګساره شي.
خو د جمعې له رارسېدولو وړاندې طالبانو ښځه د هغې کورنۍ ته وسپارله. د سلیمې ورور د چهار شنبې په شپه په دار وځړوله. په دولینه ولسوالي کې سرچینې تاییدوي چې دا ښځه لومړی سخته شکنجه او بیا په دار ځړول شوې ده. د سلیمې ورور اوس د خپلې خور د قتل په جرم د طالبانو له لوري نیول شوی او په زندان کې دی.
غور ولایت کې بشري حقونو فعالانو د سراج الدین او سلیمې پر وژلو اندېښنه ښودلې، محکمې ته یې ددې دوو کسانو د قضیې له استولو پرته هغوی ته سزا ورکول، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د دوی په باور، له زندانه د تېښتې په تور د سراج الدین ویشتل، نامعقوله توجیهه او کورنۍ ته یې د سلیمې سپارل یو نامتعارف او په هېواد کې د واکمن دود دستور خلاف اقدام دی.
د بشري حقونو فعالانو په باور، د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري د قضیې له څېړلو او طی مراحل پرته اصل قضیې ته د رسېدو امکان نشته او د سلیمې او سراج الدین قضیه باید اړوندې محکمې ته سپارل شوې وای، څو له قوانینو سره سم، قضیه روښانه او دا دواړه تورن یا مجازات او یا یې هم برائت ترلاسه کړی وای.
په غور کې د بشري حقونو فعال عبدالله سروري(مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «دا چې په ولسوالۍ کې د خلکو په غوښتنه په درې ګونو محکمو کې د قضیې له څېړنې او طی مراحلو پرته د انسان د ژوند په اړه تصمیم نیول، له شک پرته عدالت نه رامنځته کېږي او په داسې تصمیمونو کې د تورن حقونه تر پښو لاندې کېدل حتمي دي.» د بشري حقونو دا فعال زیاتوي:«طالبان باید پر دې پوه شي چې دا ډله اوس د تیر په څېر د دولت یوه مخالفه ډله نه ده چې دوی د خلکو له ژوند سره بدوي چلند کوي. دا ډله له ټولو ستونزو سره سره اوس د دې خاورې واکمنان دي او دوی باید په دې ډول یوه ښځه نامسوولو کسانو ته ونه سپاري، څو په ډیر ناوړه ډول ووژل شي.
عبدالله سروري ټینګار کوي چې کورنۍ ته یې د سلیمې سپارل، له «صحرايي محکمې» بدتر کار دی او طالبان نه شي کولای له هغه مسوولیت څخه چې دوی ته متوجه دی، برائت ترلاسه کړي. نوموړی دغه راز بشري حقونو له مدافع نړیوالو بنسټونو غواړي چې په ولایتونو کې دې د طالب جنګیالیو د خپلسرو کړنو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې طالبان په پرله پسې ډول له بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو له حقونو په سرغړونې تورن دي. د بشري حقونو په برخه کې فعال ملي او نړیوال بنسټونه تل له طالبانو غواړي چې د خلکو او ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي، هغه غوښتنه چې لا هم طالبانو غوږ نه دی پرې ګرولی.