۸صبح، تخار: تخار کې ځايي سرچینې وايي، چې د درقد ولسوالۍ د دروازهپته کلي یوه ښوونکي په خپل شخصي لګښت پر ۳۶۰ ماشومانو قرطاسیه ووېشله.
دغه ښوونکي حبیبالرحمن منصوري نومېږي. نوموړي نن جمعه د وري پر ۲۶ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې زدهکوونکي په ښه اقتصادي وضعیت کې نه دي او بیکارۍ او بېوزلي د دې لامل شوی، چې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ښوونځي قرطاسیه وانخلي.
د منصوري په خبره، څو کورنیو د دې له کبله چې خپلو ماشومانو ته یې قرطاسیه نه شوای اخیستی، ښوونځي ته یې د ماشومانو مخنیوی کاوه او له همدې کبله نوموړي دا کار وکړ، چې نور خلک وهڅول شي.
د یادونې وړ ده، چې تخار ډېری ښوونځي د درسي کتابونه له کمښت سره مخ دي او د دغه ولایت د پوهنې مسوولانو تر دا مهاله په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.