۸صبح، زابل: د زابل ولایت د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د یو ۴۰۴ مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له کبله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه شنبه د غبرګولي پر ۵مه ماښام مهال د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د «بریام مانده» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د زابل د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند ذبيحالله جوهر وايي چې په دې پېښه کې يوې ښځې او دوو نارينهوو ژوند بایللی دی.
د کابل-کندهار کندهار لویه لاره ډېری وخت د مرګونو ټرافیکي پېښو شاهده وي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو تنګوالی او ویجاړی تل په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل شوي دي.