حماس ادعا کړې چې د دغې ډلې جنګیالیو د غزې په شمال کې یو شمېر اسرائیلي پوځیان «اسیران» نیولي دي.
د رویټرز راپور پر بنسټ د حماس یو ویاند ابو عبیده ویلي چې اسرائیلي پوځیان شنبه د مې پر ۲۵مه د غزې په جبالیه سیمه کې «اسیران» شوي دي.
د حماس ویاند په یو پیغام کې زیاته کړې: «زموږ ځواکونو اسرائیلي پوځیان په یو کمین سره تونل ته دننه کړل او له دې وروسته یې د دغو پوځیانو غړي ووژل، ټپیان او اسیران یې کړل.»
ورته مهال د اسرائیل پوځ د حماس دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي: « هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې یو سرتېری دې تښتول شوی وي.»
د يادونې ده چې اسرائیل او حماس په دې وروستيو اوونيو کې د برمته شويو کسانو د خلاصون او د اوربند ټینګښت په هکله د مذاکرې درې هڅې ناکامې شوې چې وروستۍ يې تېره اوونۍ د مصر په پلازمېنه قاهره کې پای ته ورسېده.
د حماس سیاسي دفتر غړي محمود مرداوي په دې وروستیو کې ویلي چې د جګړې بشپړ بندښت او له غزې څخه د اسرائیلي پوځیانو وتل د هر ډول مذاکرې اساس دی.