۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ۱۸ کلن زلمي ځانوژنه کړې ده.
په فاریاب کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمسالله محمدي سهشنبه د غويي پر ۲۵مه ویلي چې دا ځوان عبادالله نومېده او د دولتاباد ولسوالۍ د قریش کلي اوسېدونکی و.
د نوموړي په خبره، عبادالله دوه ورځې وړاندې خپل پولي پټي ته تللی و او کورنۍ یې پرون له ځانوژنې خبره شوه.
محمدي زیاته کړې چې تر اوسه د دغه ځوان د ځانوژنې لامل څرګند نه دی؛ خو په وینا یې، څېړنې یې پېل کړې دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
د یادونې ده چې د روان کال ثور میاشتې پر ۱۸مه د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په خطایان کلي کې یو ۲۵ کلن ځوان د «موږک ضد درملو» په خوړلو ځان وژلی و.