په غزني کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ۲۳ کلن ځوان ځان زندۍ کړی دی.
سرچينو زياته کړې، چې دغه هلک دچنګاښ په ١٤مه، د چهارشنبې په شپه د دغه ولايت د مرکز غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د حيدراباد په سيمه کې ځانوژنه کړې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کس ازاد کار کاوه او تر اوسه يې د ځانوژنې لامل او انګېزه څرګنده نه ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه ولایت کې د ځانوژنو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې ١٣ ځوانانو، تنکيو ځوانانو او ښځو په بېلابېلو ډولونو ځانوژنه کړې ده.