۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه مهم مسایل نه دي په ګوته کړي.
د چینایي رسنیو د راپور له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين د چنګاښ په ۱۴مه، په بېجينګ کې خبريالانو ته ویلي دي، چې په دغه راپور کې له نړیوالو قوانینو په سرغړونې سره د يوه خپلواک هېواد پر وړاندې د زور کارولو، او د دیموکراسۍ او د ترهګرۍ ضد کمپاین په پلمه د نورو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې په اړه څه نه دي ویل شوي.
هغه زیاته کړې ده:« له بده مرغه هغه مسایل چې په ریښتیا د امریکا د متحده ایالتو څېړنو ته اړتیا لري، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې په پام کې نه دی نیول شوي.
دغه راپور چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شو، تر ډېره یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د نامسوولانه وتلو پړه د ټرمپ د دولت پرغاړه اچولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ او بایډن پرېکړې د افغان حکومت د ثبات او امنیت لپاره جدي پایلې لرلې.»
بیجینګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دغه راپور په نیوکې سره ویلي دي چې، که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بیا کتنې موخه یوازې د دغه بهیر د مدیریت په تړاو ډاډ ورکول وي، نو دغه راپور د نړیوالې ټولنې لپاره مسوولانه نه دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادېدو، پر طالب چارواکو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو او د امریکا له لوري د زورواکۍ له سیاسته د لاس اخیستو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د وتلو د بهیر پر مدیریت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې کمزوري مدیریت په دې برخه کې د دغه هېواد د چارواکو د سمو پرېکړو مخه نیولې ده.