۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې دا پېښه چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه له غرمې روسته په کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
د نوموړي په خبره، دا ځوان رفیعالله نومېده او ځان یې د ټوپک په ډز وژلی دی.
زابلي ویلي چې د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده او په خبره یې، په تړاو یې څېړنې پېل کړې دي.
په دې روستیو کې د هېواد په ځينو سیمو کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم یو ځوان ځان زندۍ کړی و.
د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بلل شوې ده.