۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان ځان وژلی دی.
سرچینې وايي چې نوموړي سهشنبه د غويي پر ۱۸مه شپه مهال د تخار مرکز تالقان ښار اړوند په خطایان کلي کې د «موږک ضد دوا» خوړلې ده.
ویل کېږي چې دا کس ۲۵ کلن و.
د سرچینو په خبره، دغه زلمي د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له کبله ځان وژلی دی.
تر اوسه په په دې اړه په تخار کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې تېره دوشنبه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «کوکچنار» کلي کې هم یو ۱۸ کلن زلمي ځانوژنه کړې وه.
واک ته د طالبانو له بیاراګرځېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د ځانوژنې په پېښو کې ډېروالی راغلی دی.