په بدخشان کې يوه ځوانه ښځه په مرموز ډول ووژل شوه

۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.

دغه ځوانه ښځه چې ویل کېږي ۲۵ کلنه وه، د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۳۰مه، د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په روینج کلي کې په ډزو وژل شوې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ځوانه ښځه ولې او د چا له خوا وژل شوې ده.

په بدخشان کې طالبانو د دغې پيښې پخلى کړى او په دې اړه يې د څېړنو د پېلېدو خبر ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي. درې ورځې وړاندې د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې هم د یوې ځوانې ښځې جسد په یوه کور کې وموندل شو.

Back to top button