۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل وايي چې واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.
پټېل سېشنبه د غويي پر ۱۱مه په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې له طالبانو سره دا ډول تعامل د «افغانستان د خلکو او د امريکا د ملي ګټو د ملاتړ» لپاره اړين دى.
د هغه په خبره، دا تعامل یوه زمينه هم برابروي څو د هغو امريکايي وګړو د خلاصون په هکله چې د دغې ډلې په زندان کې دي مخامخ خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې له طالبانو سره د دغه هېواد تعامل له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بنسټ جوړوي او په افغانستان کې د بشري حقونو مسئله هم د واشنګټن د اجنډا په سر کې ده.
امريکا په داسې حال کې له طالباني رژيم سره د خپل تعامل خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې جنیوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د هېواد د بشري حقونو د وضعیت په هکله ملي راپور وړاندې کړ.