د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئيس په ترکيه کې د «انټالیا ډيپلوماسۍ» ناستې په څنډه کې د ترکيې له ولسمشر سره د افغان سولې او د افغانستان او سيمې د وروستيو سياسي او امنيتي بدلونونو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
په دغه ليدنه کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه نېټه وشوه عبدالله عبدالله او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.
سپېدار ماڼۍ اعلان وکړ چې عبدالله او اردوغان د سولې هڅو او د افغانستان او سيمې د وروستيو سیاسي او امنيتي بدلونونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د ترکيې ولسمشر د افغانستان د سولې له بهیره د دغه هېواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی. اردوغان په خپلو خبرو کې ويلي چې ترکيه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې ده او له افغانانو سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې عبدالله د افغان سولې بهیر په اړه د ترکيې له هڅو مننه کړې او د همکاريو د دوام غوښتنه يې کړې ده.
د «انټاليا ډيپلوماسۍ» ناسته د مهمو نړيوالو موضوعاتو په اړه د بحث په موخه او د لوړپوړو سياسي مشرانو، د بهرنيو چارو وزيرانو او سیاسي څېرو په ګډون ترسره شوې وه.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله او د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د غبرګولي په ۲۷مه په دغه ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړل.