د افغانستان په اړه د پاکستان د بـهـرنـیـو چـارو د وزیر څرګندونې
م. ظ. صمیم

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان په وړاندې د خپل هېواد د دریځ، له طالبانو سره د نوموړي هېواد د اړیکو، د سولې د بهیر او د افغانستان او پاکستان یو لړ نورو مسایلو په هکله خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ددې پوښتنې په ځواب کې؛ دا چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دریځ بدل شوی آیا واقعا څه بدلون راغلی، وویل چې زموږ تګلاره بدله شوې، موږ غواړو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ وي؛ ځکه زموږ په نظر سوله ییز افغانستان د سیمې د نښلولو لپاره اړین دی. اقتصادي امنیت او د پانګونې، د دوه اړخیزو او سیمه اییزو سوداګریزو اړیکو لپاره سوله او امنیت مهم دي. سوله یوازې د افغانستان اړتیا نه ده؛ بلکې د پاکستان غوښتنه هم ده، موږ ترې ګټو اخلو او تل پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکی دی. نړیوال په اند وو چې له پوځي لارې هم سوله راتلای شي خو اوس دې پایلې ته رسېدلي چې داسې ونه شول، موږ کلونه ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري. اوس اړتیا ده چې د خبرو له لارې سیاسي حل لاره ولټول شي.
شاه محمود قریشي وايي چې موږ غواړو له افغانانو سره دوستي ولرو، د افغانستان له ټولو قومونو سره باید اړیکې ولرو؛ اسلام آباد یو پر بل پسې د افغانستان نفوذ لروونکو مشرانو ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې وه او د بېلابېلو قومونو له مشرانو سره مو کتلي دي. هغه زیاتوي چې دوی غواړي افغان دیپلوماتان او امنیتي ځواکونه پاکستان ته د زده کړو لپاره ورشي. قریشي ومنله چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي؛ خو وې ویل چې طالبان دوحې، مسکو او نورو سیمو ته تګ راتګ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام مخالف یوو، باید اوربند وشي ځکه چې باور لرو له تاوتریخوالي سره هم مهاله مذاکرات نه شي کېدای نو باید تاوتریخوالی کم او د سولې او مذاکراتو بهیر ګړندی شي. هغه وايي چې موږ له طالب چارواکو سره خبرې کړې؛ هغوی هم د سولې پلویان دي او دوی هم دا درک کړې ده، ځکه هغوی هم افغانان دي، په افغانستان نور عناصر هم شته چې په ورانکارۍ کې لاس لري لکه داعش او داسې نور. هیله من یم چې د سولې بهیر بندون مات شي او د سیاسي خبرو له لارې ستونزه حل شي که داسې ونه شول نو خدای مه کړه د نویمې لسیزې شرایطو ته به ستانه شئ چې د پاکستان او سیمې په ګټه نه دي؛ ځکه افغانان ډېر کړېدلي نور باید د مذاکراتو له لارې دا ستونزه اواره شي.
شاه محمود قریشي د ډیورند فرضي کرښې په اړه وايي: که موږ وغواړو چې د ښو ګاونډیو په توګه د یو بل تر څنګ ژوند وکړو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پوله په رسمیت وپېژنو، ځکه دا پېژندل شوې پوله ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند فرضي کرښه یوه جنجالي موضوع ده چې افغانستان یې نه مني، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا کرښه وروستۍ شوې او آن په اړه یې بحث ته هم اړتیا نشته. د هغه په اند په افغانستان کې ځینې کسان د مصلحت او شخصي ګټو له مخې هغه ردوي خو د نوموړي په باور دا یوه نړیواله پوله ده.
شاه محمود قریشي په پاکستان کې د طالب مشرانو د شتون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي په دې هکله له خپل حکومته پوښتنه وکړئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي: پاکستان په افغانستان کې د سولې د راتلو په لټه کې دی او ددې کار لپاره د آسانتیاوو د برابرولو په موخه یې مهم ګامونه پورته کړي دي. هغه زیاتوي چې نړۍ بدله شوې او پاکستان د لازیاتې پانګونې لپاره په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته اړتیا لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي: «موږ غواړو مرسته وکړو، د سولې بهیر په پرمختګ کې مرسته وکړو، غواړو د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړو، همداراز، له افغانستان او امریکا سره په ګډه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري ولرو.»
قریشي د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د ګاونډیو او نړیوالو په شان نظر لري، هغه د نظام څرنګوالی د افغانانو حق بولي او آن که خلک امارت هم وغواړي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په اند باید د افغانستان راتلونکی نظام د خلکو په رایه رامنځته شي او هر څوک چې افغانان وټاکي پاکستان ورسره موافق دی. قریشي پر دېموکراتیک او ټول ګډونه نظام ټینګار وکړ او وې ویل: « موږ پر دېموکراسۍ باور لرو او په افغانستان کې د یوه دېموکراتیک نظام غوښتونکي یوو، تل مو ویلي چې له یوه پياوړي، خپلواک او دېموکراتیک افغانستانه ملاتړ کوو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغان سیاستوال باید سره کینې او د ستونزو د حل لاره پیدا کړي. هغه وایي چې افغانستان حق لري له هند سره ديپلوماتیکې اړیکې ولري، خو که د افغانستان له خاورې د پاکستان پرخلاف استفاده کېږي اسلام آباد ځورېږي. قریشي زیاتوي چې د هند په پرتله باید له پاکستان سره د افغانستان اړیکې زیاتې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان او افغانستان ګډ کلتور او خواړه لري، خو د طلوع نیوز مسوول ورته وویل چې ستاسو خواړه لږ ترخه وي، هغه په ځواب کې ورغبرګه کړه، که افغانستان او پاکستان سره نږدې شي تریخوالی به یې کم کړي.
د یادولو وړ ده چې له کلونو راهیسې افغان چارواکي، پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه ، له طالبانو ډلې په ملاتړ او د سولې په بهیر کې د همکارۍ په نه کولو تورنوي او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وي.