د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.
ایرنا خبري اژانس ویلي چې نوموړی یکشنبه د جنورۍ پر ۲۸مه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شوی دی.
د دغه سفر په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال سره وروستیو تیلفوني خبرو اترو کې نوموړي ته د سفر بلنه ورکړې وه.
په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان او ایران اړیکې ترینګلې شوې وې.
تازه د دواړو هېوادونو سفیران تهران او اسلاماباد کې بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.