د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي ویلي چې د دغه هېواد پوځي وړتیاوې او ځواک په هېڅ ډول د مذاکرې او معاملې وړ نه دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور په حواله، رییسي دا څرګندونې پنجشنبه د مې پر ۹مه د دغه هېواد قُم ولایت ته د سفر په ترڅ کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «ځينو ویل چې ښايي هېواد په جګړه کې ښکېل شي او باید د جګړې سیوری له هېواده لرې کړو او لاره یې هم دا ده چې د توغندیو پر سیسټم او پوځي وړتیاوو معامله وکړو او دویم او درېیم برجام یې پر میز کېښود؛ خو د اسلامي انقلاب مشر درک کړې وه او ټينګار یې کاوه چې پوځي وړتیاوې او نظامي ځواک هېڅکله هم د مذاکرې او معاملې وړ نه دی.»
هغه ویلي چې د «ایران دوښمنان» په دې لټه دي؛ څو په خبره یې، د خلکو په زړونو کې «ناهیلي» خپره کړي.
رییسي زیاته کړې چې ایران د لوی بدلون په لټه دی او په وینا یې، جنډه یې د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنهیي په لاس کې دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۱ کې د واک له ترلاسه کولو وروسته هڅه وکړه، د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د بیاژوندي کولو لپاره خبرې اترې بیا پېل کړي چې له مخې یې ایران د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو بندیزونو د لرې کولو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړي.
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړونه بهر شو او ټينګار یې کاوه چې دا تړون تر ډېره د ایران په ګټه دی او پر دغه هېواد یې بېرته پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.