د افغان جګړې او سولې بهیر ترټولو ستونزمن پړاو ته رسېدلې دی. د مسکو او انقرې د ناستو پايلو او ليدلوريو ته په کتو سره امريکا هڅه کوي چې «د سولې انتقالي دولت» او يا هم ائتلافي دولت له لارې د سياسي حل لارې په موخه طالبان د حکومت او مخالفو ګوندونو سره يو ځای په واک کې شامل کړي. آيا نوې طرحه کولی شي چې د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې او په ځانګړي ډول د دوو لسيزو ناورين ته د پای ټکی کېږدي؟
امريکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د يوې موخې لپاره پر افغانستان بريد وکړ: د طالبانو او ترهګرۍ له منځه وړل. پر افغانستان د امريکا بريد يوه مياشت وخت ونيوه چې د طالبانو حکومت یې نسکور کړ. په هغې پسې د انتقالي حکومت د جوړولو په موخه د بُن کنفرانس جوړ شو.
له دوو لسيزو ناورين او جګړې وروسته، واقعيتونه په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د امريکا هڅو پايله نه ده لرلې او طالبان له پوځي وړتيا او له هېوادونو سره د سياسي اړيکو له اړخه په ښه موقعيت کې دي. ګواکي امريکا له ترهګرۍ سره د جګړې په پیلولو او د خپل ايډيلوژيک سيال، پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته او د فرضي دښمن د ماتولو په موخه د يوې بلې بريا په لټه راووتله، خو د کار په پايله کې له بندون سره مخ شوه.
په افغانستان کې د امريکا د اوږدې جګړې پېچلتيا او پر عراق له بريد وروسته د منځنۍ آسيا ناورين ښيي چې له سیاسي پلوه د روسيې، چين او سیمې هېوادونو له همکارۍ پرته د دغو ناورينونو کابو کول ستونزمن او په اقتصادي لحاظ د امریکا لپاره ناشوني برېښي؛ هغه څه چې دوه لسيزې مخکې داسې نه ؤ. ښايي د سپينې ماڼۍ له لوري د افغانستان جګړې د پايته رسېدو لپاره د ډيپلوماسۍ او سياسي حللارې ټاکل د ترټولو لږ لګښت لرونکې ستراتيژي په توګه، موخې ته د رسېدو په پار په پام کې نيول شوي وي.
د «په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شېبې شمېرل؛ کله راغلل او کله ولاړل» تر سرلیک لاندې د بي بي سي په يوه راپور کې راغلي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امريکا د بريد د پيل پرمهال ۱۲ تنه امريکايي پوځيان ووژل شول. يو کال وروسته په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ۹زرو او د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۴۹ ته لوړ شو. د امريکايي سرتېرو په زياتېدو سره جګړې هم زور واخيست او په افغانستان کې د دغو سرتېرو تلفات هم لوړ شول. په ۲۰۰۵ کال کې د امريکايي سرتېرو شمېر ۱۰زرو او د دغو ځواکونو تلفات ۹۹ ته زیات شول. په ۲۰۰۶ کال او د جګړې ډګر ته د طالبانو له بېرته راتګ وروسته د جګړې لمن تر ښارونو پراخه شوه او په ۲۰۰۸ کال کې د طالبانو بريدونه د افغانستان ګوټ ګوټ ته وغځېدل.
د جګړې د کابو کولو لپاره د امريکايي ځواکونو د ډېرېدو ستراتيژي
باراک اوباما د امريکا په لومړي پړو ټاکنو کې له خپلې بريا وروسته، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر زیات کړ. په افغانستان کې د تاوتريخوالي ورځ تربلې ډېرېدو سره، اوباما د ۱۷ زره نورو امريکايي سرتېرو د رالېږلو حکم وکړ. بیا یې اعلان وکړ چې ۳۰زره اضافي پوځیان افغانستان ته رااستوي. د ځواکونو د شمېر په زیاتوالي سره په ۲۰۱۰ کال کې د امريکايي سرتېرو د تلفاتو شمېر ۳۱۷ ته لوړ شو. يو کال وروسته په ۲۰۱۱ کې اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ترټولو لوړ يعنې ۹۸ زره ته زیات کړ. د امریکايي سرتېرو د شمېر په زیاتېدو سره د دغو ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه او ۴۱۵ ته ورسېده.
په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤليتونو د سپارلو په بشپړېدو سره، په دغه کال کې د امريکايي سرتېرو شمېر ۳۷ زرو او د دغو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۵۵ ته راټيټ شو. په ۲۰۱۸ کال کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو د لومړي پړاو په پيلېدو سره په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر۱۴ زرو او د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېر هم ۱۴ تنو ته راکم شو.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه له لاسليکه تر دې دمه د امريکا پوځ يو سرتېری هم د دغې ډلې لخوا نه دی وژل شوی.
د جګړې په پرتله ډيپلوماسي اغېزمنه ثابته شوه
په افغانستان کې د دوو لسيزو جګړې واقعیتونه ښيي، امريکا چې هرکله له جګړې او پوځي لارې کار اخيستی، نو تاوتريخوالی هم ډېر شوی او د امريکايي سرتېرو تلفات هم زیات شوي دي. په دغه راز وضعيت کې بې له شکه چې پوځي لګښتونه څو برابره شوي دي. په همدې اساس د امريکا لپاره د جګړې ډګر د ګرمېدو پرځای ډيپلوماسي او سياسي حل لاره ارزانه او اغېزمنه ښکاري.
د «امريکا ملي امنيت لنډمهاله ستراتيژيک لارښود» کې چې د مارچ په درېيمه نېټه خپور شو، راغلي چې د بايډن حکومت ژمنه کړې «د امريکا اوږدې جګړې» به پايته رسوي او ډاډ به ترلاسه کوي چې افغانستان به بيا ځلې د امريکا لپاره د ترهګرو بريدونو په امن ځای نه بدلېږي. دغو موردونو ته په کتو د سولې انتقالي دولت طرحه او همداراز د روان بهیر ګړندي کول له هغو اصلي ډيپلوماسيو او سياسي حللارو دي چې امريکا يې د افغانستان د جګړې لپاره کاروي.
که تمه وي چې جوبايډن د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته امريکايي سرتېري د دوحې هوکړه ليک خلاف په افغانستان کې پرېږدي، نو سپينه ماڼۍ به څنګه په دې وتوانېږي هغه څه چې د ترهګرۍ ګواښ یې ګڼي په دومره سرتېرو سره له منځه يوسي؟ له دې مخکې او د اوباما په ولسمشرۍ حکومت کې چې د امريکايي سرتېرو شمېر کابو سل زره ؤ، امريکا په دې ونه توانېده چې په افغانستان کې امنیت راولي. دا به له واقعيته لیرې وي چې جوبايډن دې په دومره شمېر ځواکونو د افغانستان لخوا پېښېدونکي ګواښونه وځپي، خو کېدای شي د ډيپلوماسۍ او سياسي حللارې په کارولو بريالي شي چې طالبان په واک کې شريک کړي او هم د دوحې د هوکړه ليک خلاف د خپلو لږ شمېر پوځیانو په مټ په افغانستان کې خپل حضور ته په کم لګښت سره دوام ورکړي.
د جوبايډن اصلي لومړيتوبونو لکه، د کرونايي وضعيت او د ايران اټومي پروګرام کنټرولول، د چين، سويلي کوريا او روسيې ګواښ او په امریکا کې د توکم پالنې زياتېدونکی ناورين ته په کتو سپينې ماڼۍ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره سياسي حللاره د کم لګښت لرونکې تګلارې په توګه ټاکلې ده.
د طالبانو ډله له ایډیولوژیک او د القاعدې په څېر ډلو سره د اړيکو له اړخه د تېر په پرتله خطرناکه نه ده، لکه څنګه چې پر افغانستان د امريکا له بريده مخکې خطرناکه ګڼل کېده. ښايي د ډونالډ ټرمپ دولت هم له دوو لسيزو جګړو وروسته د همدې لپاره د سياسي حللارې په توګه له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی وي. په دې سره امريکا له دوو لسيزو جګړو وروسته له خپل سرسخته دښمن سره د سولې هوکړه لاسليک کړه او په دې تګلارې سره يې د ترهګرۍ پرخلاف له مبارزې لاس واخيست.
د ترهګرۍ ګواښ ولې اوس هم د امریکایي بنسټونو او چارواکو لپاره سرخوږی دی؟
څه موده مخکې د ملګروملتونو امنيت شورا يو راپور خپور کړ چې په کې راغلي ؤ، طالبان اوس هم له القاعدې سره اړيکې لري او د دوحې د سولې مذاکراتو پر مهال یې هم په خپلو کې سره سلا مشورې کړې دي. تازه د امريکا د سنا جرګې د بهرنيو اړيکو کميټې رئيس باب منينډز ويلي چې د دوحې هوکړې له لاسليک وروسته هم طالبانو تاوتريخوالی نه دی کم کړی او له القاعدې سره يې اړيکې نه دي پرې کړې. څو ورځې مخکې د امريکا پوځي اکاډمۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز د «څنګه په افغانستان کې له داعش سره مبارزه وکړو؟» تر سرلیک لاندې مقاله کې په افغانستان کې د داعش د ګواښ یادونه کړې ده.
ډېرې داسې نښې شته چې امريکا د افغان جګړې ډګر ته د ملګروملتونو په د ننه کولو سره هڅه کوي له ترهګرۍ سره له مخامخ جګړې چې مخکې يې نړيوال ګواښ باله پښې سپکې کړي. په همدې اساس په همغږۍ او سياسي حللارې سره هڅه لري چې د پوځي ماتې پرځای په ډيپلوماسۍ سره دغه جګړه راکابو کړي؛ هغه جګړه چې تراوسه له طالبانو سره د هوکړې او د افغانستان په راتلونکي سياسي واک کې د دوی د شاملولو په صورت کې د جګړې او تاوتريخوالي د پايته رسېدو احتمال هم نه ترسترګو کېږي.