۸صبح، بلخ: افغانستان او ازبیکستان هوکړه کړې، چې د افغانستان باروړونکي موټر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي لېږدولی شي.
په بلخ کې مسوولان وايي، چې د دې ترانزیتي لارې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې نوی باب پرانیزي.
د مسوولانو په خبره، له دې وروسته د افغانستان باروړونکي موټر د ازبیکستان له خاورې په تېرېدو سره، سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته لېږدولی شي.
د بلخ ولایت د ګمرک د وارداتو او صادراتو آمر مولوي شعیب وایي، چې دوی هڅه کوي، له دې وروسته د دواړو هېوادونو تجارتي اړیکې پراخې شي.
له بلې خوا، په مزارشریف کې د ازبیکستان سرکونسل جعفر فتایف د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه وايي، چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
په مزارشریف کې د ازبیکستان سفارت سرکونسل ویلي، چې دا د کار پیل دی او له دې وروسته به له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، ځکه د هغه په وینا، له امنیت پرته هېوادونه سوکالۍ ته نه رسېږي او ازبیکستان هم د یوه ګاونډي په توګه هڅه کوي، خپل مسوولیت ادا کړي.
له بل پلوه، د بلخ ګمرک مسوولان وایي، چې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د ترانزیت لګښت له ۴۵۰ ډالرو ۵۰ ډالرو ته راکم شوی دی.
افغانستان او ازبیکستان ګډه پوله لري او د افغانستان سوداګریز توکي له دې لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته لېږدول کېږي.