که یو بهرنی څارونکی د افغاني ټولنې په څېر ټولنو ته راشي او هلته یو څه وخت تېر کړي، یو هغه شی چې په همدې لومړیو کې به پرې وپوهېږي دا وي چې په دې ټولنو کې د تاوتریخوالي او د نورو نفي کولو کلتور بنسټیز شوی دی او هغه بنسټونه او سټېجونه چې د بدلون او د نورو ټولنو، فرقو او مذهبونو د په رسمیت نه پېژندلو په تړاو خبرې کوي، تل لوړ غږ لري او د نفوذ ساحه یې پراخه ده او د ځان شاوخوا ته ډېر مخاطبان راټولوي. سخت دریځو له اوږدې مودې راهیسې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې له ښوونیزو او تحصیلي بنسټونه نیولې تر ډله ییزو رسنیو او مهمو دولتي او غیر دولتي پوستونو پورې په خپل خدمت کې راوستي دي.
له نورو سره د زغم او تفاهم مخالف جماعتونه د خپلو پیروانو د قانع کولو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له بیلابیلو لارو کار اخلي. کله کله د خپلې تګلارې د توجیه کولو لپاره له دیني متنونو کار اخلي او د علمي استنباط معیارونو ته له پام پرته عجیبې او غریبې انګېرنې کوي او خپل تاریخي عصبیتونه او ایډیالوژیک نظریات په دیني متنونو باندې تحمیلوي. کله ناکله د مسلمانانو د فکري میراثونو په څېړلو او د کلام، فقهې، تفسیر او حدیث په برخو کې د خبرو، توضیحاتو او حاشیو په لټولو سره د خپل متشدد او زغم ضد دریځ لپاره توجیهات پیدا کوي او د هېوادوالو او خلکو ترمنځ سوله ییز ژوند ګواښي او د تاوتریخوالي او ان کورنیو جګړو لپاره زمینه برابروي. ښکاره ده چې دا کړکېچونه او شخړې ټول هغه امکانات او ظرفیتونه تخریبوي چې د ټولنې د عصري کولو لپاره شته او د باعزته او پتمن ژوند اجزا له منځه وړي.
هغه څه چې کیسه ډېره خواشینوونکې کوي دا دي چې زموږ په ټولنو کې ایډیالوژۍ او تاوتریخجنې او د نورو ضد ډلې په خورا مډرنو نويو تخنیکي اسانتیاوو سمبالې دي او ان د عصري ټیکنالوژۍ په برخه کې تکړه کسان استخداموي او د خپلو سازمانونو برخه یې ګرځوي. په شلمه پیړۍ کې د وهابي ایډیالوژۍ د خپرېدو اصلي لامل د سعودي عربستان د حکومت مادي او سیاسي ملاتړ ته ورګرځي چې د تېلو د استخراج له امله یې زیاته شتمني ترلاسه کړې وه. که دا مادي او سیاسي ملاتړ منځلارو او زغم لرونکو افکارو لرلای، نو له شک پرته چې منځني ختیځ به بل رنګ خپلاوه. له بلې خوا، هغه خلک چې کار یې په عقلانیت او ریالیزم ولاړ دی او له نورو سره د سوله ییز ژوند او ورته د درناوي د نظریاتو خپرول خوښوي، نه مادي اسانتیاوې لري او نه د داسې ظرفیتونو د استخدام توان لري چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې ورسره مرسته وکړي او خبرې یې د خلکو تر غوږونو ورسوي. سربېره پر دې په ډېرو مواردو کې هغه شخصيتونه چې د زغم او سوله ییز ژوند غوښتنه کوي، د مخالفينو لخوا په خيانت تورنېږي او له هر ډول ګواښونو سره مخ کېږي او مرتجعان خلک د هغوى پر ضد هڅوي او د هغوى مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. داسې برېښي چې زموږ د ټولنې برخليک داسې دی چې عقلانیت تل څنډې ته وي او ګټور افکار تر پښو لاندې شي او خلک د سولېدلو دودونو په لومه کې پاتې وي.
په دې کې شک نشته چې په اسلامي دود کې په ټولنه کې د اعتدال او زغم د پياوړتيا لپاره ډېر لاسوندونه موندل کېدای شي او د نننۍ افغاني ټولنې د ژوندانه د چاپېريال د ښه والي لپاره ترې کار اخيستل کېدای شي. له دې سره سره، پر دې واقعیت له اعترافه تېښته نشته چې متشدد خلک هم کولای شي له مذهبي دوده د خپلو ګټو لپاره کار واخلي، ځکه په دغه دود کې پر ګټو او ښېګڼو سربېره ناسم اړخونه هم شته چې باید وڅېړل شي او کره کتنه پرې وشي. په اسلامي هېوادونو کې مذهبي عصبیتونو او د کرکې اور ته د ببوزي وهلو لپاره د اسلام تاریخ سرچینه ګرځوي او د خپلو دریځونو د پیاوړتیا لپاره له هغو اسنادو کار اخلي چې د مسلمانانو په دود کې شته. موږ لا تر اوسه نه یو توانیدلي چې هغه پړاو ته ورسېږو چې د خپل تاریخ او دود په اړه انتقادي نظر ولرو او د هغه عیبونه او نیمګړتیاوې په ډاګه کړو. تل داسې شخصیتونه شته چې زموږ د تاریخ او کلتور له کمیو او نیمګړتیاوو یې خلک خبر کړي، خو د داسې کسانو شمېر تر دې بریده نه دی رسېدلی چې د مسلمانانو د ژوند په اصلي بهیر کې بدلون راولي. دا ډول خلک تل په اقلیت کې وي او ښايي هېچا د دوی خبرو ته ډیر پام نه وي کړی.
بله مسأله چې د دې لامل شوې زموږ له ټولنې د دیني او غیر دیني مخالفت او کرکې لمن ټوله نه شي، دا ده چې زموږ ټولنه له مزمنې او هر اړخیزه بې وزلۍ سره مخ ده. د دې وضعیت د تحلیل لپاره موږ یو ساده فورمول لرو: کله چې د یو هېواد اقتصادي حالت له ناورین سره مخ شي او د یو څه مودې لپاره په دې حالت کې پاتې شي، پایله یې دا کیږي چې د ټولنې د خلکو د ژوند کچه راټېټېږي، ځکه چې د پېرولو ځواک یې کمېږي او په دې توګه یې د ژوند لومړیتوبونه بدلېږي. همدا لامل دی چې د بې وزلۍ دایره ورځ تر بلې پراخېږي او د بې وزلو شمېر زیاتېږي. کله چې په ټولنه کې د بې وزلو خلکو شمیر زیات شي، دا خلک نشي کولای کیفیت لرونکو زده کړو ته لاسرسی ومومي او د ښه ژوند لپاره اړین مهارتونه زده کړي. دغه راز به ونه کړای شی چې د خپلو ماشومانو لپاره اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي. پر دې سربېره د بې وزلۍ له امله له لوړو هنرونو او ادبیاتو برخمن کېدای نه شي، ځکه چې دا ډول کار وخت او پیسو ته اړتیا لري. د دې وضعیت پایله به په اوږد مهال کې دا وي چې د هېواد یوه لویه سلنه له ښوونیز، کلتوري، روغتیایي، مسلکي او اخلاقي اړخونو له ځوړ سره مخ شي. دې پایلې ته رسیږو چې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو اوږدمهالې پایلې یوازې په اقتصادي اړخ پورې محدودې نه دي، بلکې ناوړه پایلې یې ټولې ټولنې ته پراخېږي او ښوونیزو، روغتیايي، کلتوري او اخلاقي برخو ته جدي زیان رسوي. په هغې ټولنه کې چې خلک یې په هره برخه کې له زوال او انحطاط سره مخ وي، د زغم او یو بل منلو خبرې اورېدونکي نه لري او پرځای یې هغه څوک چې د نورو پر وړاندې د خلکو احساسات راپاروي او پارونکي او توندې خبرې کوي، ډیر اوریدونکي مومي.
په کومه ټولنه کې چې ایډیالوژي پراخېږي، ورسره سم د نورو پر وړاندې ضدیت هم دودېږي او که چېرې پر هغې ټولنې کوم اېډيولوژیک حکومت واکمن شي، نو وضعیت به نور هم پسې خراب شي. ایډیالوژی یوه تنګ نظره ښکارنده ده او هرچیرې چې تنګ نظري رامنځته شي، مقاومت پیدا کیږي. په یوه ایډیالوژیکه ټولنه کې د بېلابېلو ډلو تر منځ د شخړو او جګړو د اور د بلولو لپاره تر ټولو کوچنۍ پلمه هم کافي ده. کله چې تاسو وګورئ، وبه وینئ چې طالبان او داعش ډیر مشترکات لري، خو دا چې دا ډلې یو بل نه منونکي او ایډیولوژۍ ځپلې دي، په خپلو کې پر نه ختمېدونکو اختلافونو اخته شوي دي او د یو بل پر وړاندې یې ډېرې خونړۍ جګړې کړې دي. همدا اوس له داعش خراسان سره د طالبانو دښمني له بلې هرې ډلې سره تر دښمنۍ شدیده ده. همدا اوس طالبان د داعش د غړیتوب په شک ډېر کسان په سختو زندانونو کې ساتي او شکنجه کوي.
د یوې داسې ټولنې د لرلو لپاره چې خپله ټوله انرژي پر ودانولو او هوساینې ولګوي او په ترقۍ او پرمختګ باندې تمرکز وکړي، د هغو افکارو دودول چې زغم او همپالنه بنسټیزه کړي، تر ټولو مهم لومړیتوب دی. هغه هېوادونه چې په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي، د تاوتریخوالي د مخنیوي ترڅنګ یې خپلې پرمختیايي موخې په اسانۍ سره ترلاسه کړي دي. هر کال د نړۍ بېلابېل هېوادونه د تنوع او زغم د بنسټيز کولو په برخه کې ډېرې پيسې لګوي. دا هیوادونه پر دې پوهېدلي چې یوه ویشل شوې او له کرکې ډکه ټولنه پرمختګ نه شی کولای.