۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو له لوري د «بدحجابۍ» په تور د یو شمېر مېرمنو نیولو ته د غبرګونونو په لړ کې «د افغانستان د سولې او ډیموکراسۍ مرکز» وايي چې د مېرمنو د حقونو د نقض او جنسیتي ځورولو له امله، افغانستان د «ملګرو ملتونو او د امنیت شورا پیاوړي استازي» حضور ته اړتیا لري.
د افغانستان د سولې او ډیموکراسۍ مرکز دا څرګندونې جمعه د مرغومي پر ۱۵مه یو لیک کې چې د بشري حقونو ۱۷۰ بنسټونو پرې لاسلیک کړی، لیکلي دي.
نوموړي مرکز د افغانستان وضعیت «ډېر پېچلی» بللی دی.
د یاد بنسټ په خبره، اوسمهال افغانستان داسې ډله اداره کوي چې په سیسټماتیکه توګه ښځې او نجونې د جنسیت له کبله چې د «جنسیتي اپارټاید» معادل دی، ځورول کېږي.
په کابل کې د «بدحجابۍ» په تور د ځینو مېرمنو او نجونو نیولو ته د فعالانو له لوري پراخ غبرګون ښوول شوی دی.
پخوا په افغانستان کې د حجاب له امله د ښځو د نیولو مخینه نه تر سترګو کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو غوښتي چې «ژر تر ژره او بې له قید و شرطه» دې هغه ښځې خوشې کړي چې د «بې حجابۍ» په تور یې نیولې دي.