په غور کې ولسي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له راوتلو وروسته، د جام لرغونی څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. د هغوی په خبره، سېلابي اوبه د جام له څلي راچاپېره شوې دي او د دغه څلي د نړېدو خطر یې ډېر کړی دی. بل پلوه، د غور فرهنګیان او اوسېدونکي هم د جام څلي له نړېدو اندېښنه ښودلې او له یونیسکو یې غوښتي چې د دغه نړیوال کلتوري میراث د ژغورنې لپاره کوټلی ګام واخلي.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په جام دره کې ځپوونکو سېلابونو، د جام څلي د نړېدو ګواښ لوړ کړی. د هغوی په خبره، طالبان او د تاریخي میراثونو ساتندویان مسوولیت لري چې په وینا یې، د دغه لرغوني میراث د نړېدو مخه ونیسي.
د غور ځيني اوسېدونکي پر طالبانو تور لګوي چې تاریخي ابدو ته پام نه کوي. هغوی وايي چې طالبانو له سېلاب ځپلو سره چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي، مرسته کړې نه ده او دې ته په کتو نه برېښي چې د جام څلي ژغورنې لپاره دې هڅه وکړي.
عبدالحی (مستعار نوم) د غور اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې د شهرک ولسوالۍ د جام څلي په سیمه کې سېلابونه راوتلي او دا تاریخي څلی چې د افغانستان پېژندګلوي ورسره تړلې، د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. د شهرک ولسوالۍ دا اوسېدونکی وايي: «د جام څلي په سیمه کې ډېر ځپوونکي سېلابونه راغلل چې د منار شاوخوا اوبو ونیوه. له دې وړاندې د جام څلي په دره کې دا ډول سېلابونه نه و راغلي. اوس دا څلی په اوبو کې راګیر دی چې هره شېبه یې د نړېدو ګواښ شته.» عبدالحی وايي: «په تېرو کلونو کې هم دغه څلي ته زیان رسېدلی او په ژمي کې هم اغېزمن شوی و؛ خو دغو سېلابونو ډبرې او خټۍ د څلي پر دیوال ووهلې او خښتې یې نمجنې شوې دي، که کوم ګام وانخیستل شي، دا تاریخي میراث به له منځه لاړ شي.»
د غور اوسېدونکي وايي چې طالبان او هغه بنسټونه چې د لرغونو ابدو د ساتنې مسوولیت لري، د دغه تاریخي څلي د ساتنې لپاره یې څه کړي نه دي او ښايي ونړېږي.
رمضان (مستعار نوم) د جام څلي له احتمالي نړېدو یې اندېښنه ښودلی او ټينګار یې کړی چې دا لرغونی څلی د افغانستان او غور پېژندګلوي ده او په وینا یې، د ساتنې لپاره دې یې کوټلي او سملاسي ګامونه واخیستل شي. نوموړی وايي: «جام څلي افغانستان او غوریانو ته پېژندګلوي وربښلې، طالبان او هغه بنسټونه چې له تاریخي ځایونو ساتنه کوي، د دغه څلي د ژغورلو لپاره دې لاس په کار شي.»
حفیظالله (مستعار نوم) پر طالبانو تور لګوي چې د فرهنګي میراثونو په تړاو بېپروا دي. نوموړی وايي چې طالبان د جام څلي ژغورلو ته هېڅ پروګرام نه لري او د نورو اوسېدونکو په څېر د دغه لرغوني نړیوال کلتوري میراث د نړېدو ننداره کوي. نوموړی زیاتوي: «دوه ورځې کېږي چې سېلابونو خلک در په دره کړل، باوري یم چې دا ډله د لرغونو ابدو د ساتنې لپاره لېوالتیا نه لري او نه د جام څلي د نړېدو مخنیوي لپاره کوم ګام پورته کوي.»
بل پلوه، په غور کې ځيني فرهنګیان باوري دي چې د جام څلي له نړېدو سره به چې افغانستان په ځانګړې توګه غور ته یې پېژندګلوي وربښلې، دغه ولایت به د سېلانیانو له سترګو هم لرې کړي.
په غور کې فرهنګپال موسی (مستعار نوم) وايي چې طالبان دې د جام څلي ژغورنې لپاره سملاسي اقدام وکړي. د نوموړي په خبره، جام څلي افغانستان او اسلامي تمدن ته پېژندګلوي او ارزښت ورکړی. هغه زیاتوي: «فیروزکوه ته له امریکا، اروپا او منځنۍ اسیا ګرځندویان راغلل او د دغه څلي لیدلو ته تللي و. له دې ښکاري چې ګرځندویان غور ته د جام څلي لیدلو ته راځي. غوښتنه مو دا ده چې له خلکو سره په همغږۍ دې د دغه لرغوني میراث ساتنه وشي.»
د لندن په اکسفورډ پوهنتون کې کارپوه او د غور فرهنګپال نبي ساقي په خواله رسنۍ فیسبوک کې لیکلي چې د جام څلي پاتېدا ته هیله نه لري. نوموړي لیکلي: «شخصاً زه د جام څلي پاتېدو ته هیله نه لرم. کله چې دوه درې شپې او ورځې د جام څلي پر شاوخوا اوبه راشي او څلی د اوبو په منځ کې وي، د پاتېدا هیله یې نه شته.» د ساقي په وینا، کلونه کېږي چې دا څلی د افغان حکومتونو، نړیوالې ټولنې او یونیسکو د سترګو پر وړاندې رپېږي؛ خو د ژغورنې لپاره یې هېڅ نه دي شوي.
جام څلی چې د سېلابونو او بې پروایۍ لامله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی، د افغانستان د معمارۍ یو له سترو خزانو څخه ګڼل کېږي. دا څلی له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوال میراث په لېست کې دی.
دا څلی چې د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې له خښتو جوړ شوی، د هریرود او جمرود سیندونو د یو ځای کېدو په نقطه کې موقعیت لري. د دې څلي درې استوانه یي سطحې د یو اته ضلعي پایې څخه راوتلې دي او ټول منار د قرآن کریم ایتونو سره په ډېر مهارت سینګار شوی دی.
د یادونې ده چې په غور کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو کې څه باندې ۵۰ کسان مړه شوي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.





