۸صبح، کابل: د کرېکټ نړۍوال جام په روانو سیالیو کې نن پاکستان لومړی پچه وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې چې لوبډل مشر بابر اعظم ۷۴ او عبدالله شفیق بیا د ۵۸ منډو په جوړولو سره دې لوبه کې ښه وځلېدل.
د پاکستان پيل ډېر ښه و، امام الحق او عبدالله شفیق د ۵۶ منډو ملګرتیا وکړه. د پاکستان ټولې منډې ۵۶ وې چې لومړی لوبغاړی (امام الحق) يې پر ۱۷ منډو د عظمت الله عمرزي په بال وسوځېد.
د امام الحق له سوځېدو وروسته بابر اعظم او عبدالله شفیق هم د ۵۴ منډو ملګرتيا وکړه چې وروسته عبد الله شفیق هم د ۵۸ منډو له ترلاسه کولو وروسته.
محمد رضوان ۸ منډې وکړې چې د نور احمد لګڼوال ښکار شو، بیا سعود شکیل راغی، هغه ۲۵ منډې وکړې، وسوځېد. دې وخت کې بابر اعظم خپله نیمه سلیزه پوره کړې وه، خو وروسته هغه په ۹۲ بالونو ۷۴ اویا منډې وکړې او خپله هم وسوځېد.
په وروستیو اورونو کې افتخاراحمد او شادابخان ښه لوبه وکړه، افتخار په ۲۷ بالونو ۴۰ منډې او شاداب په ۳۸ بالونو ۴۰ منډې جوړې کړې. شاهین اپريدي بیا ۳ منډې وکړې.
په دې توګه ۵۰ اورونو کې د پاکستان ټولې منډې ۲۸۲ ته ورسېدې.
د افغانستان له لوري نوراحمد لکڼوال ۳ کسان، نوین الحق دوه کسان او محمد نبي و عظمت الله عمرزي یو یو کس وسوځاوه.
د پاکستان د ۲۸۳ هدف په تعقیب کې د افغانستان د پيل لوبغاړو ډېره مسوولانه لوبه وکړه، رحمان الله او ابراهیم د ۱۳۰ منډو ملګرتیا وکړه او د افغانستان لپاره يې ښه پيل جوړ کړ. د پاکستان له لورې د ډګر ساتنې خوند نه وو له دې امله يې افغان لوبډلې ته د زیاتو منډو جوړولو چانس ورکړ.
د پيل لوبغاړي رحمان الله ۶۵ منډې وکړې او دویم کس ابراهیم بیا ۸۷ منډې وکړې، دواړه اوټ شول. تر دې وروسته رحمت شاه او لوبډل مشر حشمتالله شاهدي د لوبې مسوولیت پر غاړه واخیست.
لوبډل مشر ۴۸ او رحمتشاه ۷۷ منډې جوړې کړې چې له پاکستان څخه يې لوبه په ۴۹ اور کې وګټله. د افغانستان یوازې همدا د پيل دوه لوبغاړې وسوځېدل. د پاکستان له خوا شاهین اپريدي او حسن علي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
دې روان نړۍوال جام کې د افغانستان دا دویمه بریا ده، لومړی وار يې د تېر جام ګټونکې لوبډله انګلستان ماتې کړې وه. د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې روان جام کې دا درېیمه لوبه ده چې بایلي يې.
پاکستان کې دې لوبه کې یوه تبدیلي راوستلې وه، محمد نواز يې د تبې له امله لیرې او پر ځای يې شادابخان شامل کړی و، افغانستان بیا خپل یو چټک توپ اچونکی لیرې او پر ځای يې ورو توپ اچونکی شامل کړی و.