۸صبح، کابل: افغان کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ د نړیوال ۲۰ اوریز جام د ۱۲ پړاو په خپله وروستۍ یا پنځمه لوبه کې د نیوزلنډ پر وړاندې لوبه کوي.
د کرکټ نړیوال جام ۲۰ اوریزو سیالیو کې دولس لوبډلې په دوو برخو وېشل شوي، چې افغانستان په دویم ګروپ کې دی. د افغانستان ګروپ کې پاکستان خپلې څلور لوبې ګټلي او نیمه پایلوبې ته وتلی دی.
د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبې وروسته به په ډاګه شي، چې کومه لوبډله به نیمه پاېلوبې ته لار مومي. که دغه لوبه نیوزلنډ وګټله، هند او افغانستان به له نړیوال جام څخه وځي او نیوزلنډ به نیمه پاېلوبې ته لار مومي.
همدارنګه هند د راروانې دوشنبې پر ورځ له نمیبیا سره لوبه لري. که هند له نمیبیا او افغانستان له نیوزلنډ لوبه وګټي، بیا د دواړو لوبډلو نومرې شپږ-شپږ کېږي او وروسته به د منډو اوسط ته کتل کېږي، چې د هرې لوبډلې د منډو اوسط لوړ و، هغه به نیمه پاېلوبې ته لار ومومي.