د هند کرېکټ غوره لیګ (IPL) په رانېږدې کېدو سره، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ګجرات ټایټنز لوبډلې له لورې په ۵ میلیونه هندي کلدارو چې څه باندې ۶۰ زره امریکايي ډالره کېږي، اخیستل شوی دی.
عمرزی د سېشبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه د دې لوبډلې له خوا واخيستل شو.
عظمتالله عمرزی د تېر ۵۰ اووریز کرېکټ په نړۍوال جام کې د ښې کارکردګۍ له امله د لومړي ځل لپاره د هند کرېکټ غوره لیګ کې اخیستل شوی دی.
عمرزي د کرېکټ په وروستي نړۍوال جام کې د سویلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه چې د افغانستان په ګټه یې ۹۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د عظمتالله عمرزي له یو ځای کېدو مخکې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې نهه تنه نور لوبغاړي هم د هند په کرکټ ټیمونو کې لوبیدلي دي