۸صبح، کابل: په جنیوا کې افغانستان استازولۍ اعلان کړی چې طالبانو تر۲۰۰ زیاتو فرمانونو په صادرولو سره هېواد کې د ولس په ځانګړې د ښځو بنسټيزه ازادي په جدي توګه محدوده کړې ده.
دغې استازولۍ جمعه د غويي پر ۱۴مه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې طالبانو په هېواد کې ښځې له عامه ژونده بې برخې کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په توجهي ډول د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې مستند کړي دي.
په جنیوا کې د افغانستان د استازولۍ په وینا، د هالنډ، هند او برونډي په ګډون د تریکا سازمان غړو هېوادونو اعلان کړی چې افغانستان تر اوسه په دې برخه کې د ۷۰ هېوادونو له ډلې ۲۴۳ سپارښتنې ترلاسه کړي دي.
په اعلاميه کې څرګنده شوې: « ترویکا به له هغو خواوو سره چې په افغانستان کې ګټې لري، د روان کال د مې مياشتې پر ۳مه ناسته کې ترلاسه شوې سپارښتنې وڅېړي او د بشري حقونو سترې شورا د ٥٧مې ناستې له پيل مخکې به په دې هکله يو ليکلى راپور یادې شورا ته ولېږي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوره یي کاري ټیم ناسته په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د بشري حقونو د کارنامې بیاکتنې په موخه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه په جینوا کې جوړه شوې وه.
دې ناسته ته په جنیوا کې د افغانستان سفارت او استازولۍ په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله ملي راپور وړاندې کړی و.
د افغانستان د وضعیت په هکله د بشري حقونو په ملي راپور کې ویل شوي چې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل بنسټیز شرط باید د بشري حقونو رعایت او د خلکو د رایو له مخې د یو ټولګډوني حکومت جوړېدل وي.