۸صبح، کابل: طالب پلوې ډيپلوماټې ذکیه وردګ چې د هند په ممبۍ ښار کې یې د افغانستان د جنرال قونسلې په توګه دنده ترسره کوله، د سروزرو قاچاق کې د لاس لرلو په هکله یې د راپور له خپرېدو څو ساعته وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.
وردګ د خپلې استعفا خبر شنبه د غويي پر ۱۵مه، په خپله اېکسپاڼه کې خپور کړی دی.
هغې په خپل استعفالیک کې لیکلي چې د تېر یو کال په اوږدو کې «پر خصوصي حریم برید او سپکاوي» سره مخ شوې ده.
نوموړې طالب پلوه ډيپلوماټه زیاتوي: « ډېره خواشینې یم چې د افغانستان په ډیپلوماټیک سیسټم کې د یوازینۍ ښځې په توګه د دې موقف د ساتلو لپاره د رغنده ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځای، سازمان شویو بریدونو ښکار وګرځېدم.»
تر دې وړاندې هندي رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هېواد پولیسو د ۲۵ کیلوګرامو سروزرو تر نیولو وروسته په ممبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلې ذکیه وردګ پر ضد د «سروزرو قاچاق قضیه» درج کړې ده.
«ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې شنبه د غويي پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ذکیه د ممبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.
د راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ دا اندازه سرهزر له دوبۍ څخه هند ته قاچاقول.