په تېرو پينځو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د اوبو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان کنفرانس به د هالنډ او تاجکستان په ګډ کوربتوب د مارچ له ۲۲ تر ۲۴ نېټې پورې د دوو ورځو لپاره جوړ شي. د اوبو په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس، د عامه پوهاوي لپاره هڅه، د نړۍوالې ټولنې د لا پاملرنې د جلب او جذب، د اوبو د ناورین د لامل په ګوته کولو او له ټولو نه مهم د هغو لپاره د حل لارو چارو موندلو په اړه جوړیږي. دغه کنفرانس ددغه سازمان د ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۸ کال پورې د اوبو د اقدام د لسیزې برنامې په تعقیب جوړېږي چې په اړه یې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي مجمع په پرېکړه لیک کې وړاندوینه شوې او د اوبو له روان ناورین نه د وتلو لپاره د نړۍوال ګډ اقدام په اړتیا ټینګار شوی و.
د اوبو په اړه دغه کنفرانس کې، له ټولې نړۍ نه د هېوادونو استازي، مشران او د بهرنیو چارو وزیران ګډون لري. په دې کنفرانس کې د هغوی تر څنګ څېړنیز بنسټونه او شنونکي هم ګډون لري. سره له دې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو نه دی چې د اوبو او هوا له بدلونونو نه په جدي توګه زیانمن شوی او د پاکو، صحي او کافي اوبو له ناورین سره مخ دی، خو په دې مهم او حیاتي ناسته کې د طالبانو د رژیم هېڅ استازی ګډون نلري.
د دغه پړاو د کنفرانس له عجایبو دا دي چې د افغانستان شمالي ګاونډی یعنې تاجکستان به په هغه کې فعالانه ګډون ولري. سربېره پر دې چې ډېری هېوادونه په نړۍوال مجمع کې د ګډون له لارې هڅه کوي چې د اوبو د کمښت د ناورین په اړه حل لارې ولټوي، او په نړۍوالو ناستو کې د ګډون له لارې د کار د دستور او نړۍوالو ترتیباتو په مرسته د اوبو د ناورین حل لارې وموندي، خو د طالبانو رژیم د تاوتریخوالې د باطل څرخ او د خلکو په ځورېدنه او په بې برنامې کې راګیر پاتې دی. طالبان د مشروعیت د نلرلو له امله، له نړۍوالو سره د اړیکو نه درلودلو او دغه راز د کمزورتیا له امله، په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان له خلکو نه د استازولۍ او د هغو د ګټو نه د دفاع ځواک نلري.
په دغه کنفرانس کې د بحث وړ پينځه اساسي موضوعات عبارت دي له:
الف) اوبه د روغتیا لپاره: پاکو او صحي د څښلو اوبو ته لاسرسی او پاکو او سالمو اوبو ته لاسرسی بشري حق؛
ب) د اقلیم، مقاومت او چاپېریال لپاره اوبه: سمندري سرچینې، اوبه او هوا، زیستي تنوع او د طبیعي ناورینونو د ګواښ کمول؛
ج) اوبو او هوا د بدلون په اړه خبرې اترې د دې لپاره چې طبیعي پېښې له ډلې سېلابونه د څښلو په خوږو اوبو مخامخ اغېز لري)
د) اوبه د همکارۍ په موخه: د نړۍوال او له پولې ورهاخوا د اوبو د سرچینو په اړه همکاري؛ د اوبو د کمښت د ناورین په شدت موندلو سره له پولې ورهاخوا د اوبو په اړه ناندرۍ او اختلافونه زیاتېږي او په واقعیت کې دا کنفرانس د اختلافونو د راکمولو او د هغو د حل لارو د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره ښه فرصت دی.
ذ) د اوبو د اقدام لسیزه: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د اوبو د اقدام د لسیزې چټکوالی او د یادې برنامې د موخو پلي کول. د ګواښ یا ریسک د نړۍوال راپور د ارزونو پر بنسټ چې د نړۍوال اقتصادي انجمن له لوري د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې خپور شو، د طبیعي سرچینو ناورین له ډلې یې اوبه او خواړه د بشر پر وړاندې له هغو لسو ګواښونو نه دي چې په راتلونکې لسیزه کې یې په اړه وړاندوینه شوې ده. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې په دې برخه کې له ټولو نه زیات زیان ویني. د اوبو د کمښت ناورین، په هېواد کې پاکو او صحي اوبو ته نه لاسرسی هغه لویه ستونزه ده چې د هېواد د اوسېدونکو ژوند ګواښي. د (یونیسف) یا د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو صندوق د راپور له مخې د افغانستان اته پر لسو کې خلک ناسالمې او غیر صحي اوبه څښي او د هېواد د ډېر شمېر نفوس ترڅنګ صحي امکاناتو له ډلې د لاس مینځلو د صحي خدماتو او کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کولو کې د طالبانو کمزورتیا او درناوی نه کول او د بشري حقونو نقض په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، هېواد یې منزوي کړی دی. د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره له نړۍوالې ټولنې نه د باج اخیستنې په تړاو ددغې ډلې خام فکر د افغانستان خلکو لپاره یې شرایط ستونزمن کړي دي. دغه رژیم د هېواد د اوسېدونکو د لومړنیو اړتیاوو د حل په برخه کې کمزوري دي او د حذف، له منځه وړلو، ترور او د طالباني اسلام خپرولو د سیاستونو په غوره کولو سره هېواد د بدمرغۍ په لوري بیایي.
د افغانستان د استازي نه ګډون به هېواد او خلکو ته ناوړې پایلې ولري؛ ځکه افغانستان له نړۍوالو او ګاونډیو سره د اوبو پر سر فعال اختلافونه لري. دغه کنفرانس له زیانمنونکو هېوادونو سره د نړۍوالو د مرستو د تجدید لپاره یو فرصت دی. په یاد کنفرانس کې د افغانستان نه ګډون، د اوبو په برخه کې به د نړۍوالو په مرستو منفي اغېزې ولري. هغه څه چې روښانه او څرګند دي، طالبانو لپاره د ملي ګټو ارزښت نه لرل او د افغانستان د خلکو امنیت دی.