۸صبح، بدخشان: د بدخشان امنیې قوماندانۍ طالب چارواکي وايي چې یو ۲۵ کلن افغان د تاجکستاني پولهساتو ځواکونو له خوا د چرسو قاچاق په تور تر نیول کېدو وروسته د ځانژغورنې په موخه ځان سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار یکشنبه د غويي پر ۹مه ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې شوې ده.
د نوموړي په خبره، دا زلمی د تخار اصلي اوسېدونکی و او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په ګډ بازار کې یې دوکان درلود.
کامګار زیاته کړې چې تراوسه د نوموړي مړی موندل شوی نه دی او د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وري میاشت کې هم تاجکستاني پولهساتو ځواکونو اووه افغانان چې په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاروې ته دننه شوي و، په ډزو وژلي و.
دا پېښه هغه مهال وشوه چې دا کسان د تخار چاهاب ولسوالۍ د نواباد سرحدي کلي له لارې د تاجکستان خاورې ته دننه شوي و.